
فارن پاليسي: د بايډن اداره به له طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): فارن پاليسي خپرونې د افغانستان سولې او د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه په يوه مطلب کې ويلي، چې د بايډن اداره به له طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.
د مقالې ليکوال لاورل مېلر ويلي، جو بايډن د امريکا څلورم ولسمشر دی، چې له جورج ډبیلو بوش، بارک اوباما او ډونلډ ټرمپ وروسته د افغانستان قضيه په ميراث کې ور پاتې شوه.
د ليکوال په وينا د بايډن د ټيم غړو په ښکاره ټکو ويلي، دوی به له طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹مه د سولې تړون لاسلیک شو او تېر کال سپټمبر راهيسې د طالبانو له کابله د ورغلي پلاوي ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پيل شوي دي.
د امريکا او طالبانو د تړون له مخې به د ۲۰۲۱ کال د مې مياشت تر لومړۍ نېټې پورې ټول بهرني پوځيان له افغانستانه وځي.
د امريکا د ملي امنيت نوي ټاکل شوي سلاکار جيګ سوليبن د کابل حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب سره د ټيليفوني خبرو پر مهال ويلي، سپينه ماڼۍ به له طالبانو سره د شوي تړون په اړه بيا کتنه وکړي.
لاور مېلر وايي، که څه هم د افغانستان سولې بهير چټک نه دی روان، خو د بايډن اداره باید د سولې پروسې ته چانس ورکړي.
ليکوال زياتوي، چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله د ورغلي پلاوي ترمنځ په خبرو کې اساسي خنډونه او اختلافات لا هم شته او دغسې حالت کې د بايډن اداره په دې فکر کوي، چې له طالبانو سره د سولې تړون ته ژمن پاتې شي او که پوځي ماموريت وغځوي.
د مقالې ليکوال په دې اړه دوه نظره راخيستي دي او وايي، ځينې په دې باور دي، چې امريکا په افغانستان کې القاعده ډله له منځه وړې او خپله موخه يې تر لاسه کړې او نور بايد له افغانستانه خپل پوځيان وباسي، خو بل لور ته ځينې نور بيا په دې باور دي، چې امريکا بايد په افغانستان کې پاتې شي او پرې نږدي، چې طالبان واک ته ورسيږي.
امريکايي رسنيو تېره ورځ ويلي و، چې بايډن د افغانستان سولې لپاره د ټرمپ د ادارې د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ماموريت غځولو پرېکړه کړې ده.
د چارو څارونکي وايي، د بايډن اداره د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه فکر کوي او ښايي له همدې امله يې د زلمي خلیلزاد د ماموريت غځولو پرېکړه هم کړي وي.
ډیره به ښه وی چه بایډن دواړه ډلی لکه کمونسټان اوبیسواده طالبان چه په دنیاکی لوی مصیبت دۍ له قدرته منع کړی اوتعلیم یافته وطن فرستومسلمانانوته په افغانستان کی دقدرت واګی په لاس ورکی دغه چه ځانونه طالبان بولی یودځانه جوړکړۍ دین دۍ چه په اسلام اوقرآن هیڅ تعلق نلری اوکمونیزم نن په تمامه دنیاکی شرمیدلۍ قانون دۍ چه دخودفرستواووطن فروشانوپه ډریعه پرمخ بیول کیږی.عبدالواحد اڅګزۍ
د ما فکر ته یو څه په دین پوه سړي ښکاریدې. خو اوس را ته جوته شو ٗ چې ډیر ساده او نادان سړی ئې . امریکایان شل کاله مخ کښې ٗ د خپل او د تا په فکر د وسلې په مټ ٗ باسوادان ئې په دې وطن وتپل او نتیجه ئې اوس وینو چې څه…… ئې وشیندل. او بل دا چې ٗ که طالبان بی سواده دې نو له امریکا نه پورته بیسواده څوک به نه وې ٗ ځکه بیسوادان نه شي کولای د نړي دومره پریمانه باسوادانو ته ماته ورکړې. په دې باید سر خلاص کړې سر… نور لوستل »
ټوقی پریږده انډیواله.
اڅکزيه، والله چه ډير بي وفا انسان ئي او زه فکر کوم چه دبي ايمانه او غلام رازق خان او تادين خان له څکريو څخه ئي! که ايمان لري او مسلمان يي نو محمدي شريعت هم قبول کړه او طالبان هم داغواړي او نه کوم بل څه. اسلام يو اسلام دي او په دغه پاک دين هم طالب او نور ټول مسلمانان کلکه عقيده لري. نو تاته ډير د شرم ځاي دي،چه د طالبانو پسي بي ځايه زهرجن تبليغات د شروع کړي .که عقل موکارکوي، نو سترګي خلاصي کړه او داقبوله کړه، چه طالبانو ټولي نړي ته قناعت ورکړ، چه… نور لوستل »
که سوله کوې او که جګړه ٗ په دواړو حالاتو کښې امریکایان او ګوډاګیانو ئې ماته خوړلی او خامخا به له دي مجاهد پالونکی ټاټوبی ٗ پښي سپکوې.
بس د کافرو په هیله او امید ژوند کوی کامیابی به مو حتمآ په نصیب کی کیږی.