روژه د تقوي میاشت (دریمه برخه)

په قرانکریم کې له شپیته ځایه زیات د تقوي امر شوی ده او د (التقوي) ماده او نور مشتقات بې له یو سل او نوي 190 ځایه زيات ذکر شوي دي، له دې نه په روښانه توګه معلومولی شو چې قرانکریم تقوي ته څومره زيات اهمیت ور کړی ده. که د قرانکریم دې ایتونو ته ځغلنده نظر وکړو معلومه به شي چې په کومو شیانو امر شوی ده او له کومو منعه راغلې ده له دې نه مطلب تقوي ترلاسه کول دي. لکه په ټولیزه توګه بندګانو ته د عبادت امر شوی ده او مطلب یې دا بیان کړی ده څو تقوي ترلاسه کړئ قرانکریم وایې: { يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُم ْتَتَّقُونَ } (البقرة : 21) .

داراز د قصاص په اړه قرانکریم وایې چې د قصاص حکمت داده څو تاسو تقوي ترلاسه کړئ: { وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ } (البقرة : 179) ، یعني ای د عقل خاوندانو ستاسو له پاره په قصاص کې ژوند ده څو تقوي ترلاسه کړئ. لکه د روژې د فرضيت حکمت هم تقوي ترلاسه کول بلل شوي دي: { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُم ْتَتَّقُونَ } (البقرة:183).

داراز بل ځای الله جل جلاله امر کوي چې زما د سمې لارې (اسلام) پیروي وکړئ د ګڼو لارو پیروي مکوئ بیابه له سمې لارې کاږه شئ، د دې خبرې تاسو ته وصیت شوی ده څو تقوي ترلاسه کړئ : { وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ } (الأنعام : 153) ، لکه په روژه کې د اعتکاف په مهال مسلمانانو ته امر شوی ده چې په دې شپو کې به خپلو ښځو ته نه ور نږدې کیږئ دا د الله حدود دي او مه ورنږدې کیږئ دا ډول الله خلکو ته خپل ایتونه بیانوي څو هغوی تقوي ترلاسه کړي : { وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَاتَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ آَيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ} (البقرة : 187) .

داراز د حج د مناسکو په بیان کې د اضحیې او قرباني په اړه الله جل جلاله وایې چې د دې غوښې او وینې الله ته نه رسیږي بلکي الله جل جلاله ته ستاسو تقوي رسیږي: { لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلاَ دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ }(الحج : 37) . په دې ایت کې داخبره بیخي واضحه بیان شوې ده چې د دې عبادت موخه تقوي ده .

د تقوي پیژندنه

علي ابن ابي طالب رضي الله تعالى عنه د تقوي تعریف داسي کړي ده: الخوف من الجليل، والعمل بالتنزيل، والرضى بالقليل، والاستعداد ليوم الرحیل. یعني له لوی الله نه ويریدل، په قران عمل کول، په کم شي راضي کیدل او د اخرت ورځې ته ځان تیارول تقوي ده. أبو هريرة – رضي الله تعالى عنه – ته چا وویل: تقوي څه شی ده؟ هغه ورته وویل: ایا ازغنه لاره دي لیدلې ده؟ سړي وویل: هو، ابو هريره ورته وویل: په ازعنه لاره څنګه تګ کوې؟ سړي وویل: کله چې ازغي ووينم ورنه چپ شم یا جامې راټولي کړم، ده ورته وویل: همدا تقوي ده. فتح القدير : 1/52 . طلق بن حبيب رحمه الله وایې: کله چې فتنې رامنځته شي په تقوي سره یې ووژنئ، چا ورته وویل: تقوي څه شی ده؟ ده ورته وویل: تقوي دې ته وایې چې د ثواب په نیت الله پوره اطاعت وکړې او د الله د عذاب له ويري د هغه له نافرماني نه لاس واخلې. الرسالة التبوكية ، ص 10 . نور بیا.

لیکوال: حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د