افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله: د اوربند په اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵  سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وايي، ددې لپاره چې د افغانستان خلک له خپلې راتلونکې ډاډه شي او د سولې له روانې پروسې ملاتړ نور هم غښتلی شي؛ طالبان باید اوربند ومني او د جګړې د شدت کچه راټيټه کړي.

عبدالله چې په کابل کې یې د «د پخلاینې عالي شورا د ځوانانو کمېسیون» د پرانستنې په مراسمو کې وینا اوروله وویل، چې د خپلې راتلونکې په اړه د افغانستان د خلکو د اطمنان او د سولې پر پروسې د باور د لا  غښتلتیا په موخه باید طالبان اوربند ومني او د جګړې د شدت کچه راټيټه کړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې  په اوسني وخت کې د جګړې د شدت کچه لوړه ده چې د منلو وړ نه ده؛ خو په خبره یې، په همدې تړاو له طالبانو سره خبرې روانې دي، تر څو اوربند تامین شي.

یاده دې وي، چې له کابو دریو اوونیو راپدېخوا په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو تر منځ د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پیل شوی دي.

د کابل مذاکراتي ټيم وایي، دوی په مذاکراتو کې خپل لومړیتوبونه او د خبرو پر مېز د بحث وړ موضوعات طالبانو ته سپارلي او هغوی لا په خپلمنځي مجالسو بوخت دي.

د یاد ټيم د غړو په وینا، هیلمن دي چې اوربند به د مذاکراتو پر مېز د مطرح کېدونکو موضوعاتو په راس کې قرار ولري.

طالبان که څه هم په مذاکراتو کې د اوربند د موضوع له مطرح کېدونکو سره مخالفت نه ښيي؛ خو ټینګار لري، چې مذاکرات باید په اسانه او داسې موضوعاتو پیل شي، چې مشترکات پکې ډېر وي او په اساس یې د دواړو لورو تر منځ د باور فضاء جوړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

عبدالله عبدالله د اوربند خبره له پاکستان سره وکړی نه له طالبانو سره. طالبانو سره اصلا د اوربند صلاحیت نشته او نه یی اختیار لری. زه به اوس حقیقت نه وایم چی غوربندی خفه کیږی الله د اوس خفه کی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x