
هلمند کې د اشرف غني د سلاکار ورور ترور شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د هلنمد ولایت مرکز لښکرګاه کې د کابل حکومت مشر اشرف غني د سلاکار ورور حنیف اڅکزی ترور شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط «یک» تلویزیون ته ویلي، ناپېژاندو وسله والو نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د لښکرګاه کې لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر حاجي حنیف اڅکزي ډزې کړي او ځای پرځای یې وژلی دی.
په قومي چارو کې د اشرف غني سلاکار جمعه خان اڅکزي هم د خپل د ورور وژنه تاییدکړې ده.
تراوسه ددې برید مسئولیت هیچا په غاړه نه دی اخیستی.