لیکنېنظــر

د سولې په نوم قطر ته له کابله د تللي پلاوي تېر او نن ته لنډه کتنه!

اسدالله هلالي

ځينې افغان شنونکي او د نظر خاوندان داسې انګېري چې له کابله قطر ته د لېږل شوي پلاوي ډېری غړي يې د هغو جهادي تنظيمونو په ځانګړې توګه شمال ټلوالې استازي دي چې له «۲۰۰۰م»کال يعنې پر هېواد د امريکې او د هغې د انډيوالانو د پوځي يرغل پر مټ  په هېواد کې د افغان ولس پر برخليک واکمن دي او اوس چې افغانان د نواک بشپړې ختمېدا او خپلواکۍ ته سترګې په لاره دي  د نوموړو ډلو مشرتابه په روانې شل کلنې افغان غميزه کې د ميليونونو او حتی ميلياردونو ډالري شتمنيو چې په هيواد کې يې د مېشتو بهرنيو لښکرو په مټ د افغان ولس د شخصي او ملي شتمنيو د غصب او تالان له لارې ترلاسه کړي، د خوندي ساتلو له امله اندېښمن کړي، دا ځکه چې له هېواده د بهرنيو لښکرو بشپړ وتل به چې د  وسله وال مقاومت او امریکا ترمنځ د دوحې موافقه يې اساس دی او د دوه زره يوويشتم «۲۰۲۱»م کال مئ مياشت يې وروستی ټاپي دی او  پر افغان ارزښتونو ولاړ يو نوی اسلامي نظام به رامنځته کېږي.

دې چارې د نوموړو ډلو سرغنې اړ اېستي چې په دريو استقامتو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي:

۱–  د قطر پلازمېنې دوحې ته د طالبانو د اسلامي تحريک د سياسي دفتر له پلاوي سره  له څو مياشتو راهيسې د کابل تهران د حکومتونو په لارښودنه ټکنۍ خبرې پر مخ وړي او داسي اټکل کېږي چې په روانو خبرو کې د حکومت له لوري خنډ او ځنډ د دوو موخوو لپاره رامنځته کېږي:

الف: د کابل حکومت لا هم په دې تمه دی چې کېدای شي چې امريکه او د هغې اروپايې ملګري يې په امريکه کې د دموکراتانو د نوي حکومت په راتلو سره له افغانستانه د خپلو پوځونو پر وتلو له سره غور وکړي نو ځکه لا هم د افغانستان په اړه د جوبايډن د حکومت د نوي کړنلارې تر اعلانېدو پورې يې هڅه داده چې خبرې اترې بې پايلې او ټکنۍ وساتي، چې د دوحې په روانو خبرو کې د روانې افغان جګړې د روا والي په اړه د شمال ټلوالې د وتلې څېرې حفيظ منصور وروستۍ څرګندوني يې ښکاره بېلګه ده چې د چارو د ډېری شنونکو په اند  دا سوچ ،څرګندونې پوښتني او وړانديزونه،  لازمه وه او تمه يې کېده چې د شمال ټلوالې مشرانو او په بلواکه حکومت کې د هغوی شريکانو آن «۱۹»نولس کلونه پخوا او يا ددغې نولس کلنې جګړې په اوږدو کې چې د ميليونونو افغانانو ژوند يې ترې اخيستی او په ميليونونو کونډې او یتیمان يې افغان ولس ته په ميراث پرې ايښي، کوم چې دوی عملأ پر هيواد د بهرنيو لښکرو په ناروا تېری او د بهرنيو لښکرو په ټولو جنايتونو کې شريک وه.

اوس چې د ازادۍ د لاري شهېدانو وينو نوی رنګ اخيستی او ټول ولس د بهرني نيواک د لښکرو د بشپړ وتلو وروستۍ نېټې ته شېبې شماري او  د هيواد د دنګو غرونو پر څوکو  د آزادۍ لمر د دوو لسيزو ارمانجنو هيلو وړانګې خپرې کړي او هغه جګړه چې د هېواد د آزادۍ لپاره د اشغالګرو او د هغوی د کورنيو مجرمو اردليانو پر وړاندي د لکهاوو افغان زلمو په وينو ګټل کېږي اوس د شمال ټلوالې مشران او کابل بلواکه اداره چې د خپل سياسي ژوند د عمر وروستۍ نېټې ته رسېدلي غواړي په خپلو دارنګه بې ځايه او له منطقه لري وړانديزونو سره د عامه ذهنيتونو د ګډوډېدا له لارې د خپل نامشروع  ولسي ضد واک  عمر نور هم اوږد کړي او له دې فرصته په ګټي اخيستو سره هڅې کوي، که وکړای شي چې امريکه او د هغې ملګرې د خپلو پوځونو بېرته پاته کېدو ته راضي کړي.

ب: د سولې په خبرو کې د خنډ جوړلو بله موخه دا انګېرل کېږي، که چېرې امريکه د خپلو پوځونو د وتلو په اړه د دوحې د  نړيوال پرېکړه ليک پلي کېدو ته ژمنه پاته شي او تر راتلونکي مئ مياشتې خپل پوځونه وباسي  پر کابل واکمنې کړۍ پوهېږي چې نسکورېدا او زوال يې حتمي دی، بيا نو له کابله قطر ته تللی پلاوی به دا هڅه کوي چې افغان لانجه کې ښکېل د امريکې په څېر خپل متحد هيوادونه او پخواني سيمه ييز  ياران دې ته راضي کړي چې په قطر کې د طالبانو پر پلاوي د دیپلوماتیکو دباوونو  له لارې په راتلونکي اسلامي نظام کې چې د هېواد تر خپلواکۍ وروسته به رامنځته کېږي د غوښني برخي ورکړه يې ومنل شي ترڅو يې له يوې خوا خپلې ميلياردي او ميليوني ناقانونه شتمنۍ ژغورلي وي او له بل لوري د بې شمېره جنګي جرمونو او هېواد ته د ملي خيانت په څېر تورنو په وجه د قانون له منګولو په امن پاته شي.

خو پوښتنه داده چې رښتيا هم د کابلي پلاوي غړي يوازې د خپلو هغو ناقانونه شتمنيو د ژغورلو په سوچ کې دي او که نورې دندې هم ور سپارل شوي دي؟

شک نشته چې ددې پلاوي غړي تر ډېره حده د هيواد د خپلواکۍ او واک ته د ملي مبارزينو د رسېدو له ډاره د خپلو هغو ناقانونه شتمنيو چې د ښکېلاک په مټ او توره يې د خوارو افغانانو له ګلاربو شکولې او د شخصي او ملي ملکيتونو د لوټ تالان له لارې يې لاس ته راوړي د ژغورلو په خاطر  به د جوړ جاړي هر ډول شرايطو ته د رضايت سرونه وښوروي خو  د هغوی تېر ته په پام سره د سولږ په ټينګښت کې د ښوو تمه ترې کول به د خيالي سراب پرته بل څه له ځان سره ونه لري.

ددې ډلې ډېری کسان د خپل ملت او هيواد پر وړاندې هغه نوم بدي څېرې دي چې د لرې او نږدې بهرنيو غرضي ملکونو په لارښوونه يې د روان شل کلن«۲۰»ښکېلاک په دوران کې له توپير پرته پر ټول افغان ولس د ظلم ، فساد، ناروا، تېري او بدلمنۍ مېچن ګرځولې ده او باور دادی چې هغوی خپلو کليو او بانډو ته هم د ورتلو وس او مخ نه لري، دا لا څه ده چې د خپلو سيمو د خلکو  او يا د ټول افغان ولس د استازولۍ ادعا ولري، بر سېره پر دې قطر ته د سولې د خبرو اترو په نوم له کابله د اوسني لېږدول شوي ډلې غړي چې د ۲۰۰۰ د دوه زرم مېلادي کال راهېسې تر ننه يې د روان اشغال سره د مرستې او نېغې ملګرتيا نوم بدي او شرم  ور په غاړه دی ،ددې «۲۰»شل کلن ناورين په اوږدو کې د ميليونونو بې ګناه افغانانو  په مرګ ژوبلې، جلا وطنۍ او کړاو کې هم له ښکېلاک سره شريک دي.

همدارنګه  که د۱۳۷۱ – ۱۳۷۵ کلونو د تور تاريخ پاڼي راواړو نو د نږدې يو لک کابلي ښاريانو عامه وژله د خلکو په سرونو کې د اوسپنيزو ميخونو ټک وهل، د مړو ګډا، په ټول هيواد کې د پاټک او پاټک سالارۍ د بوږنونکي توپکي  دورې اصلي استازي  هم  له کابله دوحې ته د تللي پلاوي  مهم او اغېزمن هغه کسان دي چې په کابل کې د حکومت او اشغال پلوه زړو تنظيمونو او ډلو ټپلو په استازولۍ په قطر کې له طالب استازو سره د  جوړ جاړي په نوم په خبرو بوخت دي او هڅه يې داده چې د راتلونکي ازاد افغان هېواد په اسلامي نظام کې چې د «۲۰۰۰م» کال د فبروري مياشت د دوحې په تاريخي هوکړه کې د بهرنيو ځواکونو تر بشپړ وتلو او د ښکيلاک تر ختم وروسته د ملګرو ملتونو په تائيد رامنځ ته کېدونکی دی، خپله نامشروع ونډه تضمين کړي.

خو تمه نه کېږي چې په قطر کې د ملي مقاومت سياسي مشرتابه پلاوی به له کابله ورغلي نيمه حکومتي، نيمه تنظيمي پلاوي ته د هغوی له خوښې سره سم ځواب ورکړای شي او که دا کار وکړې نو لرې به نه وي چې په هيواد دننه او بهر کې به د افغانانو له جدي نيوکو او پوښتنو سره مخامخ شي چې جواب ويل به ورته اسانه نه وي.

له بل پلوه که د طالبانو اسلامي تحريک د تېري واکوالۍ او له توپک سالارانو او تنظيمي جنايتکارو وسلوالو ډلو سره د هغوی د اختلافاتو، جګړو او مصلحتي جوړجاړيو تاريخ ته وګورو نو دا جوتوي چې مصلحتي جوړ جاړي چې په سياسي او پوځي اصطلاح ورته تاکتيکي جوړي ويلی سو، ښې پايلي يې نه دي لرلي.

په فارياب کې له مليشه، جنرال مالک سره جوړجاړی، د زرګونو طالب جنګياليو ژوند واخيست، په جبل السراج سالنګ کې د رباني مسعود له توپکي قومندان بصير سالنګي سره جوړ جاړی، په جبل السراج چاريکار کې د سلګونو پښتنو ژوند واخيست او  په سوونو کورنۍ يې د غم پر ټغر کښېنولې.

همدارنګه له ایران پلوه شیعيه مليشو او ازبک مليشو له مشر دوستم او نورو سره لنډ مهاله جوړ جاړيو بدې، دردونکې، نه هېرېدونکي او نه جبرانېدونکې پايلې لرلي او قطر ته له کابله  د اوسني ورغلي پلاوي ډېری يې د يادو ډلو استازولي کوي او له دارنګه جنګي مجرمينو سره جوړ جاړی به افغان مظلوم ولس ته د نويوو بدمرغيو پيغام ورلري.

۲– له هغه وخته چې په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په نوم بهير پيل شوی  د پخوانۍ شمال ټلوالي ځينو مشرانو لکه عطامحمد نور، دوستم او د ایران پلوه شېعه مليشو مشر خليلي په نوبت د هندوستان لاره مټنه کړې او په دې ډول غواړي هندوانو ته دا وښيي چې په افغانستان کې د هند د نيابتي جګړې په ډګر کې له هغوی سره خپلې پخوانۍ او اوسنۍ ملګرتيا ته ژمن دي او دا هغه څه دي چې هندي چارواکي يې تمه لري او دا لوبه هندوستان له انګرېزه د خپلې خپلواکۍ اخيستو راهيسې په تېره بيا په وروستيو څلورو لسيزو کې چې افغان ولس د شوروي لس کلن او امريکني شل کلن يرغل لاندې راغلي هندو چارواکو پر افغان مسلمان ولس په ډېر مهارت او چالاکۍ سره  د استعمار د خونړۍ مېچنې په ګرځولو کې ونډه اخېستې ده، د بېلګې  په توګه د شوروي نېواک پرمهال يې د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت  د لوژيستيکي اکمالاتو يوه برخه د هند حکومت پوره کوله.

— په دوه زره يو «۲۰۰۱» م کال کې چې امريکې او ملګرو  يې د افغانانو پر خاوره يرغل وکړ يو ځل بيا هندوستان ددې  خونړي يرغل په ملاتړ کې چې له امله يې په دې دوو لسيزو کې څه باندې  ميليوني انساني مرګ ژوبلې، مالي، رواني او معنوي زيانونه افغان مسلمان ملت ته اړولي، د هند وژونکی اسلام دښمنه او افغان دښمنه رول او ونډه له هيچا پټه نه ده.

—د تنظيمي مليشو او ټوپک سالارۍ په تياره دوران کې هم هندوستان له شيعه ايران سره په ګډه پر لوژيستيکي اکمالاتو  برسېره د جنګي ابزارو، وسلو اکمال او د کدرونو په روزلو کې د شمال ټلوالې يعنې د رباني مسعود، د هغوی د متحدينو سياف، دوستم، مزاري، محقق خليلي او حاجي قدير کورنۍ ترشاه ولاړ وو، چې دا چاره   نه يوازې د افغان ولس بلکې پر نورې نړۍ هم نه ده پټه او ډېری افغان شنونکي په دې اند دي چې د روان نېواک تر بشپړې ختمېدا او د يوه پياوړي مرکزي نظام له ټينګېدا سره جوخت  د هندوستان د اوږدمهاله کلتوري ، استخباراتي ورانونکو مداخلو د بشپړې شنډېدا په موخه په هېواد کې  د هند تش په نامه کونسلي ځالې ور بندې او يوازې د سوداګريزو او نورو اقتصادي او  دوديزو ديپلماتيکو اړيکو د خوندي ساتلو په موخه يوازې په کابل کې د يوې نوې کترول سوي سفارتي ودانۍ تر چوکاټه په افغانستان کې د هند موجوديت  تثبيت کړي.
او دا چاره د نړۍوال عرف په چوکاټ کې هم خپل منطق لرلای شي هغه ځکه چې:

— هندوستان له افغانستان سره برسېره پر دې چې ګډ سرحد او ديني، مذهبي ګډولې نه لري بلکه نومړي هېواد په بدو او د اشغال په دوران کې چې افغانانو سختې خواخوږۍ مرستې او د نېواک خلاف ملاتړ  ته جدي اړتيا لرله، هندي چارواکو د دوامدارې ستراتيژۍ په توګه  د هغو پر زخمونو مالګې شیندلې او د روانې څلوېښت کلنې غميزي په دوران کې يې پر افغانستان د يرغلګرو هيوادونو  ملا تړلې، ددې لپاره که لازمه وګڼل شي نو عجبه به نه وي چې هند به د خپلو  جفاوو بدله ورکوي.

۳—  په اېران کې شېعه هزاره فاطميون هغه افغانان دي چې د وارداتي قاتلينو په بڼه د کابل حکومت په شنه اشاره يې کابل ته د راوستو تابيا نيول کېږي.

دا مسئله کابل ته د ايران د خارجه وزير  ښاغلي جواد ظريف په  وروستي سفر کې د طلوع تلوېزيون د مسئول چلوونکي ښاغلي نجفي سره د ښاغلي ظريف په مرکه کې رابرسېره شوه چې د هغه په وينا  د افغانستان په امن کې فاطميون اغېزمن رول لرلای شي، که اړتيا وليدل شي د ايران اسلامي جمهوريت چمتو دی چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

د اېران د خارجه وزير تر مرکې کابو دوې اوونۍ لا نه وې تېرې شوي چې ولسمشر غني د فاطمينو ښکاره ملا تړي محمد محقق په امنيتي چارو کې خپل لوی سلاکار وټاکي او هم يې په افغانستان کې د ایران استخبارتي ساتندوی ځواک «سپاه» د قدس څانګې لومړی کس  غلام قادر سکندري د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د تأميناتي معين په حيث ټاکل شوی دی، ويل کېږي چې سکندري  له ۱۳۸۵ کاله راهيسې د افغانستان په شمال کې د ايران د استخباراتي کړۍ يو مهم کس دی.

سکندري  په کابل کې د مقاومت په  نوم يو خبري آژانس هم لري چې مهم مطالب يې په اېران او سوريه کې  د شېعيه هزارګانو د فاطيمي  مليشوو ستاينو ته بېل شوي دي.

په دې ډول د وسله وال ملي مقاومت او په يو ډول د ګاونډي هېواد پاکستان پر وړاندې د هند، ايران او غني د حکومت د شېعيه اړخ ګډ مثلث دا پيغام له ځان سره لرلای شي چې د دوحې په روانو افغان خپلمنځي خبرو کې د کابل حکومت او شمال ټلوالې ګډ پلاوي ته هر ډول امتياز  ورکول اوږدمهاله سوله نه شي رامنځ ته کولای، ځکه خو ډېری افغان ملتپال او د هېواد خواخوږي سياسي او علمي څېرې د هېواد او خلکو د لوړو ګټو او تلپاتې سولې د ټینګېدو په خاطر غوره ګڼي چې د ملي مقاومت سياسي استازندوی پلاوی د پورتنيو جنګي ډلو  له استازو سره په خپلو پرېکړو کې له ډېر احتياطه کار واخلي، ډېری افغانان خو لا په هېواد کې د يادو تنظيمي ډلو مشران او نږدې کسان د ټولنې خطرناک جراسيم ګڼي او داسې استدلال کوي  چې د دوحې د هوکړي د مهال وېش سره سم له هېواده د بهرنيو ځواکونو  تر وتلو پورې صبر وشي تر هغه وروسته د جنايت  او وحشت جراثيم  چې عمر يې په هيواد پلورنه او د پرديو په غلامۍ کې تېر کړی  د ملت محاکمې ته وسپارل شي.

او پرې نه ږدي چې د هيواد د ازادۍ د لارې شهيدانو په تېره بيا د ليلي دښتې او جنګي کلا د دولس زرو «۱۲۰۰۰» د مظلومو شهيدانو  وينې چې د غاټولو غوندې نوی رنګ  يې راوړی او  ولس ته د ازادۍ زېری ورکوي د تنظيمي پاټکيانو او ټوپک سالارانو سره د بې ګټي بې برخليکه جوړ جاړي ښکار شي او خدای مکړه بيا د زرګونو ازادي غوښتونکو جنګياليو ژوند د يوه بل نه شمېرل شوي جوړ جاړي ښکار شي.

په نتيجه کې پکار ده ياده سي لکه څنګه چې د پخواني شوروي يونيم لک په ماډرنو وسلو سمبال ځواکونه د افغان ولس پر وړاندي مات شول، په روان شل کلن نېواک کې هم د امريکې په مشرۍ د نږدې څلوېښتو هېوادونو سلګونو زرو پوځيانو  په داسي حال کې چې د اېران په مالي، استخباراتي او سياسي ملاتړ جوړو  «۸» اته شېعيه تنظيمونو جمع د شمال ټلوالي «کيڼ او ښي تنظيمي» مليشو د جنګ په ډګر کې خپله ماته منلې خو لا هم يې هيله له لاسه نه ده ورکړې او هڅه کوي چې دوحه کې د خبرو پر مېز، په اېران کې د دوه نيم زره شېعه هزارګانو د فاطمينو مليشو په غټولو سره د شطرنج لوبه د ځانو په ګټه وکاروي.

شک نشته چې اېران پلوي شېعه اور پکې تنظيمي ډلې د هېواد د يو موټي والي او ځمکنۍ بشپړتيا  يو همېشنی ګواښ و،دی او وي به، خو امتياز ور کول او سياسي سازباز يې حل لاره نه ګڼم.

وجه يې همداده چې د ایران اسلامي جمهوريت د استخباراتو د قدس څانګه په هغو هېوادونو کې چې اکثريت يې سني مسلمانان دي او  تر ډېره د حنفي فقهي اصولو ته ژمن دي د تندو شيعيه عقيدتي باورونو پر بنسټ اورپکي ډلې په دې ډول  روزي، چې د سني مسلمان د  «زاړه او  واړه» وژل د ګناه پر ځای ثواب ګڼي.

د افغان ټولنې پورتنيو يادوو شويو عيني حقايقو ته په پام سره دا پايله او نتيجه اخيستلای شوو چې له کابله دوحې ته د افغان خپلمنځي خبرو اترو په نوم  د لېږل  شوي پلاوي اکثريت غړي د عامه افغانانو پر  ځای تر ډېره حده د خپل سرو  تنظيمي او  په پرديو پورې تړلو  کړيو د استازولۍ ښودنه کوي، دا چې په دوحې کې د وسله وال ملي مقاومت د استازولۍ سياسي پلاوی په دې اړه څه سوچ لري تر ډېره په هغوی پورې اړه لري، ليکوال يوازې د خپل وطني او اسلامي احساس له مخې خپله غاړه  خلاصه کړه.

په ډېر درناوي

اسدالله هلالي

لومړی خپلواکي، بيا سوله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x