دیني، سیرت او تاریخ

فقهي قواعد«څلورمه برخه»

عنايت الله عادل

ضرورتونه ناروا، روا کوي

لومړۍ قاعده:  ‎الضَّرُورَاتُ تُبِيحُ الْمَحْظُورَاتِ. ژباړه: ضرورتونه ممنوع شيان مباح کوي.

شرحه: ضرورت: د اړتيا هغه اندازه ده، چې که شخص پکې ممنوع شي ته ورنژدې نشي، د ځان يا د بدن د کوم غړي د له منځه تللو وېره يې وي.

مباح: هغه عمل چې کول او نه کول يې دواړه شرعا روا وي.

محظورات: منع شوي عملونه.

کله کله له شرعي منهياتو څخه ځان ساتل د انسان د مړينې يا د بدن د کوم غړي د تلف کېدو باعث کيږي، په داسې وخت کې شريعت انسانانو ته د منع شويو کارونو کول روا ګرځولي او د هغوی عذر يې قبول کړی، څو د انسان د نفس او غړو ساتنه وشي.

د پورتنۍ قاعدې بنسټ او اساس

د ضرورت په بنسټ د حکم پر بدلېدو باندې زيات آيتونه دلالت کوي، چې له هغې جملې څخه يو هم د الله پاک دا وينا ده: (إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ) (البقرة:۱۷۳) ژباړه: بېشکه حرامه کړې ده (الله پاک) په تاسو باندې مرداره، وينه، د خوګ غوښه او هغه چې اواز شوی وي پر هغې باندې بې له الله څخه. نو هغه څوک چې اړ شي، حال دا چې نه  ظلم کوونکی او نه تجاوز کوونکی وي، نشته ګناه په ده باندې.

همدا راز الله پاک فرمايلي: (وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ) (الحج: ٧٨) ژباړه: او نه يې دی ګرځولی پر تاسو په دين کې کوم مشقت او ستونزه.

د ضرورت اندازه او مرتبه پېژندل

د انسان د اړتيا مرتبې درې دي:

لومړی: ضرورت: د اړتيا هغه اندازه ده، چې که شخص پکې ممنوع ته ورنژدې نشي، د ځان يا د بدن د کوم غړي د له منځه تلو وېره وي، لکه د زياتې لوږې پر وخت د مرګ له وېرې د خنزير غوښه خوړل يا د اکراه په حالت کې د مرګ له وېرې د کفر کلمه ويل.

دويم: حاجت: د اړتيا هغه اندازه ده، چې که څوک پکې ممنوع ته ورنژدې نشي، د نفس يا د بدن د کوم غړي د له منځه تلو وېره نه وي، خو له دومره زياتې سختۍ سره د مخامخ کېدو وېره وي، چې د زغم وړ نه وي.

د بېلګې په ډول د ډېرې سختې تندې له امله، چې د زغم وړ نه وي، د رمضان د روژې ماتول.

درېم: تحسين: هغه روا کارونو ته اړتيا چې خلک يې په ژوند کې د آسانۍ او سهولت راوړلو لپاره کوي او پرېښودل يې کومه تنګسه او سختي نه رامنځته کوي، لکه د ګرمو اوبو په نه شتون کې تیمم کول چې سخته یخني هم نه وي.

په پورتنيو مرتبو کې يوازې لومړۍ دوه مرتبې د احکامو په بدلون کې اغېز لري او دريمه مرتبه د احکامو په بدلون کې هيڅ اغېز نه لري، د بېلګې په توګه خوړو ته ښه اشتها لرل د رمضان روژه ماتول نه روا کوي.

د ضرورت شرطونه: د ضرورت په حالتونو کې بايد لاندې شرطونه موجود وي:

۱. د ځان يا د بدن د کوم غړي د له منځه تللو وېره موجوده وي.

۲. وېره په يقيني توګه موجوده وي، هسې ګومان نه وي.

۳. د ضرر د دفع کولو لپاره بله کومه مباح لاره نه وي.

۴. د ضرر دفع کول په داسې طريقه نه وي، چې په نتيجه کې بل چا ته همدومره ضرر ورسيږي، لکه د قتل د اکراه په صورت کې د بل چا وژل.

کله چې په رامنځته شوي ضرورت کې پورتني شرطونه موجود وي، مسلمان ته د يو لړ منصوصو حرامو عملونو کول د اړتيا په اندازه روا دي، لکه هغه څوک چې د زياتې لوږې له امله د مرګ له وېرې سره مخ وي او د خنزير له غوښې پرته نور څه نه وي، په دې حالت کې ورته روا دي چې د خنزير له غوښې څخه دومره اندازه وخوري چې له مرګ څخه خپل ځان وژغوري.

دويمه قاعده: الْمَشَقَّةُ تَجْلِبُ التَّيْسِيرَ. ژباړه: سختي آساني راولي.

شرحه: په قاعده کې له مشتقت څخه هغه سختي مراد ده چې د زغم او تحمل وړ نه وي.

هغه شرعي حکمونه چې له ځان سره د انسان پر ځان او مال سختي راولي، شريعت له هغو سره دومره آساني روا کوي چې د نوموړي حکم تطبيق ته لار هواره شي او مسلمان له تحمل او زغم څخه پورته سختۍ کې واقع نشي.

د قاعدې بنسټ: د دې قاعدې بنسټ د الله پاک دا وينا ده چې فرمايي: (يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ) ژباړه: الله پاک پر تاسو د آسانۍ اراده لري او پر تاسو د سختۍ اراده نه لري.

همدا راز الله پاک فرمايلي: (وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ) (الحج: ٧٨) ژباړه: او نه يې دی ګرځولی پر تاسو په دين کې کوم مشقت او ستونزه.

مثال: د سفر پر مهال د قصر لمونځ کول، د اوبو د نشتوالي پر مهال تیمم کول، د سختې لوږې پر مهال د حلال خوراک د نه شتون په صورت کې د خنزير غوښه او د بل چا مال، له اجازې پرته خوړل، د پورتنۍ قاعدې مثالونه دي.

درېمه قاعده: الضَّرُوراتُ تُقَدَّرُ بِقَدْرِهَا. ژباړه: ضرورتونه د اړتيا تر اندازې محدود دي.

شرحه: دا قاعده د لومړۍ قاعدې (الضرورات تبیح المحظورات) چوکاټ او حدود بیانوي او هغه بشپړوي، یعنې هغه ناروا شيان چې د اړتيا له امله روا کيږي، يوازې همغه اندازه يې روا ده چې ضرورت ورباندې رفع شي، د ضرورت له رفع کولو څخه پورته او زياته اندازه روا ندي، او کله چې اړتيا له منځه لاړه شي، حرمت بېرته راګرځي.

د قاعدې بنسټ:  د دې قاعدې بنسټ د الله تعالی دا وينا ده: (فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ) (البقرة:۱۷۳) ژباړه: نو هغه څوک چې اړ شي حال دا چې نه  ظلم کوونکی او نه تجاوز کوونکی وي، نشته ګناه پر ده باندې.

په آيت کې د (غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ) ټکي راغلي چې مفسرینو يې معنا په لاندې توګه روښانه کړې:

باغ: ظلم کوونکی او له اړتیا وړاندې د ممنوع شي کاروونکی.

عاد: له اړتيا زیات کاروونکی.

نو که څوک له حد څخه تجاوز وکړي او له ضرورت او اړتيا څخه زیات شی استعمال کړي، ګنهکار دی، يوازې هغه څوک ګنهکار نه دی چې د ضرورت په اندازه بسيا وکړي.

همدا راز هغه څوک چې د اړتيا له رارسېدو وړاندې ممنوع ته نږدې کيږي، له قاعدې څخه تخلف کوي.

مثال: پردی مال خوړل حرام دي، خو د ضرورت په وخت پردی مال خوړل روا کيږي، البته د ضرورت په اندازه، یعنې دومره به خوري چې ضرورت ورباندې رفع شي، له ضرورت زیات به نه خوري، همدا راز د ضرورت له پېښېدو وړاندې به يې هم نه خوري.

څلورمه قاعده:  مَا جَازَ لِعُذْرٍ بَطَلَ بِزَوَالِهِ. ژباړه: هغه چې د عذر له امله روا شوی وي، د عذر په له منځه تلو ناروا کيږي.

شرحه:کوم ناروا شيان چې د اړتيا او عذر له امله روا شوي وي، کله چې عذر او اړتيا له منځه لاړه شي، جواز او رواوالی يې هم له منځه ځي او حکم بېرته خپل پخواني حالت ته ورګرځي، لنډه دا چې د ناروا رواوالی په عذر او اړتيا راڅرخي.

مثال: د مردارې خوړل تر هغې روا دي چې پاک او روا خوراک نه وي، خو کله چې روا او پاک خوراک پیدا شي، د مردارې غوښه بېرته ناروا ګرځي؛ ځکه چې د رواوالي عذر يې له منځه ولاړ.

پنځمه قاعده:  إذَا زَالَ الْمَانِعُ عَادَ الْمَمْنُوعُ. ژباړه: کله چې منع کوونکی له منځه لاړ، منع شوی بېرته راګرځي.

شرحه: که کوم عذر د شرعي حرام په مخ کې واقع شي او حرام مباح وګرځوي، کله چې عذر له منځه لاړ شي، حرمت بېرته راګرځي او د هغه عمل جواز پای ته رسيږي.

مثال:د ضرورت پر مهال پردي مال خوړل هله روا دي چې خپل مال نه وي، کله چې خپل مال راپیدا شي، د بل مال خوړل بېرته د پخوا په څېر حرام او ممنوع ګرځي.

شپږمه قاعده:  لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ. د دې قاعدې دوه ژباړې شوي:

الف: نه ضرر قبلول روا دي او نه ضرر رسول.

ب: نه له پیله ضرر رسول روا دي او نه د ضرر په مقابل کې د جزا په توګه ضرر رسول روا دي.

شرحه: د ضرر رسېدو پر مهال بنده حق لري چې له ځان څخه يې دفع کړي.

بل چا ته ضرر رسول هم روا نه دي. هر چا ته چې ضرر ورسېد، د خپل ضرر د جبران او تاوان اخیستلو حق لري.

اوومه قاعده:  الضَّرَرُ يُزَالُ. ژباړه: ضرر باید لرې شي.

شرحه : ضرر، ظلم او تېری دی او ظلم او تیري ته باید اجازه ورنکړل شي، بلکې له منځه يوړل شي.

مثال:که څوک د بل چا کور ته اوبه ورسمې کړي او هغه تاواني کوي، هغه حق لري چې بندې یې کړي، که چا ته مالي يا ځاني زیان ورسېد، د تاوان غوښتلو حق لري.

اتمه قاعده: الضَّرَرُ لَا يُزَالُ بِمِثْلِهِ. ژباړه: ضرر به په خپل مثل نه دفع کيږي.

شرحه: د ضرر د دفع کولو او لرې کولو درې لارې دي:

۱. یو ضرر په بل داسې ضرر لرې کول، چې له لومړي ضرر څخه لوی او ستر وي.

۲. يو ضرر په بل داسې بل ضرر لرې کول چې له لومړي ضرر سره برابر او يو شان وي.

۳. يو ضرر په داسې بل ضرر لرې کول، چې له لومړي ضرر څخه کوچنی او یا اصلا ضرر نه وي.

ضرر دفع کول يوازې په بل داسې شي روا دي، چې يا پکې اصلا ضرر نه وي او يا د لومړي ضرر له حالت څخه کم ضرر ولري. په مساوي او زیات ضرر سره، د ضرر دفع کول روا نه دي.

مثال:که يو مسلمان د بل مسلمان په وژلو مجبور کړل شو، ورته روا نه دي چې بل مسلمان ووژني او ځان خلاص کړي؛ ځکه دواړه ضررونه مساوي او يو د بل مثل دي.

که څوک مجبور کړای شو چې خپل مال د بل چا د مال په هلاکولو سره وژغوري، ورته روا نه دي؛ ځکه دواړه ضررونه مساوي دي.

نهمه قاعده: يُتَحَمَّلُ الضَّرَرُ الْخَاصُّ لِدَفْعِ ضَرَرٍ عَامٍّ.ژباړه: د عام ضرر د دفع کولو لپاره خاص ضرر تحمل کيږي.

شرحه: ومو لوستل چې د ضرر دفع کول واجب دي او لوی ضرر به په کوچني ضرر دفع کيږي. څرنګه چې اسلامي شريعت د فرد د ګټو په مقابل کې د ټولنې ګټو ته لومړيتوب ورکړی او دا يې د احکامو د تشريع پر مهال اصل ګرځولی، نو که د فرد او خاص شخص ګټې د ټولنې يا عامو خلکو د ګټو سره په ټکر کې واقع شي، د ټولنې ګټو ته به لومړيتوب ورکول کيږي، فرد به قرباني ورکوي او د ټولنې مصالح به خوندي کيږي.

مثال:د عام سرک د تېرولو لپاره د شخص ځمکه د هغه له رضا پرته استملاک کيږي او په مقابل کې عادلانه عوض ورکول کيږي.

نو د عام ضرر په مقابل کې خاص ضرر تحمل کيږي، د لوی ضرر په مقابل کې کوچنی ضرر تحمل کيږي او همدا د عدالت او انصاف غوښتنه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x