نړۍ

هند: د مشرۍ پر سر افغان محصلینو نښته کړې

نن ټکی آسیا: د هند په ګوا ایالت  کې افغان محصلینو د مشرۍ پر سر نښته کړې چې په ترڅ کې  ۳ افغان محصلین ټپيان شوي دي.

د ټایمز آف انډيا د راپور په اساس دغه نښته د جمعې په شپه د دوه افغان ډلو تر منځ چې په ګوا ایالت پوهنتون کې زده کړې کوي، رامنځته شوې.

ټایمز آف انډیا زیاته کړې چې شخړه د پوهنتون لپاره د استازي د انتخاب پر سر شوې.

راپور کاږي چې ۷ تنه افغان محصلین چې اوس پولیسو نیولي، د دې ادعا کوي چې دوی د هند کلتوري اړیکو کونسل له لوري راغلي او دوی د دې حق لري چې د استازو په توګه انتخاب شي.

دغو ۷ تنو محصلینو د شپې مهال د ۳ نورو محصلینو لیلیې ته ورغلي او هلته یې ډبولي دي.

پولیس وايي چې د دغو محصلینو په خلاف يې د وژنې هڅه او بلوا جوړونې قضیه ثبته کړې.

د وروستیو راپورونو په اساس د هند یوې محکمې ۷ افغان محصلین د ۷ ورځو لپاره زندان ته لیږلي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخه افغان محصلینو د هندي محصلینو سره نښته کړې وه چې په ترڅ کې ۱۵ کسان ټپي شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x