نظــر

يو بل فرصت که مديریت شي

شفيع اعظم اورياخېل

امريکا کې د نوي حکومت مشر، دفاع وزير او ملي امنيت شورا وروستيو څرګندونو نه مالوميږي چې دوی په ټوله مانا د دوحې تړون ته ژمن دي.

بايډن خو بيخي د ډيپلوماتيک فشار خبره کړې او په خپل ځای د خليلزاد پاتې کېدلو ته په کتو دا جمله يو ځانګړې معنی ورکوي چې ارګ ته يقينا بد زيری دی.

ياد تړون کې امريکا دوه اساسي غوښتنې لري چې افغانستان نه وتلو پر مهال عسکرو ته یې مصؤنه لار او القا عده ډلې سره د اړيکو پریکون دی. پر تړون تجديد نظر هم د همدې دوه ټکو يقيني کولو لپاره کوي او طا لبان هم په ټوله مانا د خپل سياسي بدلون له مخې دغو ټکو ته کاملا ژمن دي.

اوس جنګي معادله متفاوته شوې. د افغانستان اسمان تر اوسه هم ناټو، امريکا او حکومت په ولکه کې دی او خاوره یې بيا برعکس د طا لبانو.

ټول افغانستان قضیه بيخي هاخوا حتا کابل کې هم حکومت مشر او نور لوړپوړي چارواکي ډاډه نشي ګرځېدلی چې دا خپله له کنټروله د وتلو مانا لري. نور افغانستان لپاره یې د ننګرهار او هرات وروستی سفر ښه بېلګه وه چې داکتر صېب غني هلته ورځي نو ټول ننګرهاریان او هراتيان په دفتر او کور کې کرۍ ورځ کوټه قلفي وو.

اوس وخت د بېځایه باټو، پافشاري او ضياع کولو ندی ځکه يوه لحظه ځنډ د لسګونه ځوانانو د سر په بیه تمام دی.

اضافي ځنډ او جګړې ته سپانسر موندلو پرځای پکار ده طا لبان، حکومت او نور افغانان په داسې تګلاره او افغانستان سلا شي چې هلته افغانان د ملي او ديني ارزښتونو سره سم د اوسني عصر تقاضا مطابق حرکت او مزل وکړای شي.

که دلته ځنډ راځي او شته سوليز فرصت له ماتې سره مخ کېږي نو افغانستان مطلق په بل مخ اوړي او زموږ ستاسې خویندی او میندی به بيا خدای مکړه د پرديو هيوادونو پناه اخيستلو ته مجبوريږي.

يو څه ځان ښورول غواړي، کنې بيا دا ټوک ټوک افغانستان به مو خوږ خوږ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x