نظــر

دا چې له ګلبڼه یو سمسور ګلاب خزان شو!

مولوي صبغت الله لطيفي

ارواح ښاد، ښاغلی مطمئن صیب:
الله تعالی دې قبر روښانه کړي.

ښکاره ده چې نوموړی یو خواخوږی انسان و،
علمي شخصیت اود ژورو افکارو خاوند و، د ښه قلم څښتن و.

اسلامپال، ملتپال، ادبپال، لیکوال، شاعر او د ټولنې رښتینی خدمتګار و.

د خیالونو سمندر، د حوصلې لوړ غر،
د مینې ځولۍ، بې توپیره او خالي له ډار نه، نۀ سپما کوونکی او نه ستړی کېدونکی مبارز و،
خو د تقدیر فیصلې مطابق، چې له سپېرو خاورو نه جوړ به په هماغه خاوره کې ښخيږي، زموږ له څنګه هم همدا غر ونړيد.

د رقیب شونډې که يې مسکۍ کړې، خو په څنګ کې يې دردمن او ناسور زړونه ستايې او کږې لپې ورته دعا کوي.

خو یو ارمان چې زموږ د جهادي اتلانو، علمي شخصیتونو، ادیبانو، لیکوالانو او شاعرانو، په پار له ماسره تل وي د هغه ارمان ښکارندوی په یو بیت کې در سره شریکوم.

پس له مرګه چې یې ستایو په ژوندون ولې نه؟
دغه عادت د پښتنو زه لطیفي ماتوم

اوس به تاسو هم راسره قناعت وکړﺉ!

ځکه زموږ نړېدلي پامير ته مو په خپل ژوند کې د یو کوچنۍ غونډۍ لقب ور کړی وای، زما په فکر د نن تر زرګونو ستاینو به د نوموړي پر شخصیت مؤثر وای.

په پای کې ورته په ژړاندو ،او اوښکمنو سترګو دعا کوم

الله د جنت الفردوس اعلی نعمتونه ورته نصیب کړي.

انالله وانا الیه راجعون

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
#عبدالعلی عثمانی یم

السلام علیکم دنن تکی اسیاخپلواکه اوبیطرفه سره دیره علاقه لرم روزانه یی یوپلاگورم ولی چی خه خکلی خکلی خلگ خکلی لیکنی پکی کوی زه یی تعقیبه وم خوماخپله دانوه ازده چی سرنگه لیک پکی وکم نواوس خوشحال سوم انشاءالله په مروردزمان که زوند وو کله کله به شرکت کوو خوننی غختنه می داده چی دمطمین صاحب شعرکه صوتی مکمل دچاسروی رایلیگه

عبدالمالک همت

ګران مولوي صاحب تاسو ته دي الله اجر درکړي، ته خو ډېر ښه وايې، اما د مولوی مطمئن رحمه الله په ژوندوني يې په هغه پسي ډول ډول ببولالي ليکلې، خو دا په موږ کي يو منفي دود او فرهنګ ګرځېدلی دی چي څوک وفات سي بد غوښتونکي يې په زړونو کي ګوړي ماتوي، خو په خوله ويش او واخ پسي کوي. او زما او ستا غوندي خلکو بيا ارمان وي او دعاوي ورته کوي. حقيقت خو دادی چي مطمئن د لوی ملا صاحب رحمة الله علیه له درانه شخصيت څخه ډېر څه ترلاسه کړي ول او د هغه ډېر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x