شعـــــرونه

د ښايست بلا/فدا محمد نومير

فدا محمد نومير

ما وې دا چې مې کابل او پغمان وران سو
د هرات وم ناخبر چې جوزجان وران سو

ښايسته کندهار شوبلو سپيره ‌‌‌‌‌‌ډاګ کړ
شين، زرغون اطلسي رنګه پروان وران سو

په اور وسوځيد غزني له دښمنانو
کور او کلی، سيمه، غر او ميدان وران سو

لاله رنګ واخيست د وينو له باران څه
مخمل پوشه بلخ، مزار، شبرغان وران سو

د پستې ځنګلونه وسوځل باروتو
غور، بادغيس څه چې لوګر، تالقان وران سو

دنګه غاړه نښتر پرېوتل پر مځکه
پکتيا، زابل ، هلمند او روزګان وران سو

پيازي لعل او زمرود واړ خاکستر سول
کاپيسا، تخار، کنذز ، بدخشان وران سو

نارنج خوار او پژمرده شانته ښکاريږي
ننګرهار، کنړ ، لغمان ، نورستان وران سو

طاق د بُست د اغيار توپ ټوټه ټوټه کړ
غور، منديش، زمينداور او باميان وران سو

د فراه، نيمروز پوښتنه چاڅه مه کړه
جنګ ، جګړه کې پکتيکا او بغلان وران سو

کله کله ښايست ځان لره بلا سي
ښايسته ښکلی ګران وطن د افغان وران سو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x