افغانستانسولې اړوند خبرونه

محب: د طالبانو په وړاندې جګړې ته چمتووالی نیسو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵  سلواغه، ۱۳۹۹ل):  داسې مهال چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو خبرې روانې دي؛ د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» وایي، د ولایاتو په ټولو قول اردوګانو باندې ګرځېدلی او دا پر ځان فرض بولي، چې د طالبانو په وړاندې جګړې ته چمتووالی ونیسي.

محب چې په کابل کې يې د دولتي عسکرو په قول اردو کې وینا اوروله ادعا وکړه، چې طالبان هیڅ سوله نه غواړي او د حکومت استخباراتي معلومات ښيي، چې هغوی د پسرلي جګړې ته چمتووالی نیسي او له همدې لارې غواړي واک لاسته راوړي «طالبان سوله نه غواړي، د ملي امنیت له لوري ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې هغوی جګړې ته چمتووالی ونیسي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې حکومت هم د طالبانو په وړاندې د مستحکم درېدو لپاره جګړې ته چمتووالی نیسي او له دې وروسته به د قول اردوګانو له لارې پر طالبانو هوایي او ځمکني ځانګړي عملیات ترسره کېږي «دا پرموږ هم فرض ده، چې قوي چمتووالی ونیسو. په همدې موخه موږ په ولایاتو کې شته قول اردوګانو باندې وګرځېدو، تر څو یو موټی د طالبانو په وړاندې ودرېږو.»

محب ددې تر څنګ طالبانو ته ګواښ وکړ، چې د جګړې په ډګر کې به یې توند ځواب ووايي او رحم به ورباندې ونکړي.

د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پیل شوی او تمه کېږي، چې په دې پړاو کې به پر اړینو موضوعاتو بحثونه او پرېکړې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

تاسو ګوډاګیان دا شل کاله د امریکا او پنځوسو پر مختللې هیوادو سره یو ځای آماده وي او هر جنایت او ظلم مو په افغان اولس وکړو ٗ خو پرته له ماتی او شرمندګی بل څه مو په لاس را نه وړل. اوس چې باداران مو په تیښته دې او په تش میدان مو پریږدې ٗ نو څه به وکړي. په تشو لافو او پټاقو څه نه کیږې. د خلاصون یوازي یوه لاره لرې او هغه ملت ته تسلیمیدل دې او که نه په دار ځړول ٗ لکه تیر شوی وطن پلورونکی نجیب ( ګاو) .

فضل الحق قریشی

السلام علیکم د نن ټکی اسیا ټولو کار کونکوته د زړه له کومی سلام وړاندی کوم خوشحاله شوم چی لتا سو سره ملګرئ شوم خدائ دی وکړی چی زما نظر ستا سو د پالیسی سره سمون وخوری

غوربندی

ددغه ## څېره مسخ شوې ده،،،

طوطی

ګټه به یی چاته رسی؟ نه دی حکومت پاتی شی او نه هم طالب دواړه ولس وژنی. یو بل سره ## خوری الله مهربانه ده چی یو دریمګړی پیدا شی او تاسی دواړه # له صحنی لری کړی.

مجاهد

محب ، غنی او د غلامی اداری نور غلامان چه څه وایی، باید یی ووایی لمړی اند یی د بادارانو قومانده باید ترسره کړی ( دوی غواړی او که نه یی غواړی ) او هم یی خپل بودن او ژوند په خطر کی دی د پړانګ او پاڼ تر منځ قرار لری په دغه ویلو یی نه ملامتوو، په ځانګړی ډول د خلیلزاد، غنی او محب په شان هیواد کی لوړپوړی غلامانو ته یی د همدی امله د ترمپ په شان امریکایی او اروبایی فاحشی ورپه شا کړی د پردی شاته هغوی او د پردو دمخه یعنی دوی د هغوی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د محب دی کاواکو پوری می یوه قیصه یا ټوقه راپه یاد شوه ، وایی یو کم عقل زوم د خواښی خسر کور ته تر تلو دمخه یی ورته پلار نصیحت وکړو چه ( لوی لوی خبری کوی )ج زوی یی ویل بیغمه اوسۍ ، هلته چه رسیدلی خلک ورته ستړی مه شی وایی دی وایی لوی وریځی می ولیدلی ، لوی اسمان ، لمړ، سپوږمی ، میښی اوښان او داسی نور هر چا سره جلا جلا یادوی خواښی او خسر یی حیران شوی چه دا څه بلا سره مو سر شو، همداسی یی رخصت کړی چه ورکیږه . محب… نور لوستل »

Adam Khan

Mohib Jan

It looks like you lost the ground

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x