افغانستان

«پنځوس سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي»

د کابل حکومت د اقتصاد وزارت وایي، په دې وروستیو کې د کرونا له امله د قرنطین رامنځته کېدو په افغانستان کې د فقر کچه نوره هم لوړه کړې او اوس د افغانانو د نفوس نیمایي یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د اقتصاد وزیرې «کریمه حامد فاریابي» نن په کابل کې «ولس ته د حساب ورکونې» پروګرام تر عنوان لاندې رابلل شوې ناسته کې وویل، چې د کرونا له امله په افغانستان کې د فقر کچه ۴ سلنه لوړه شوې او اوس د افغانستان نیمايي نفوس د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د افغانستان د ټول نفوس له منځه شپاړلس میلیونه کسان د کار وړ دي، چې له ډلې یې یوازې شپږ میلیونه وظیفې لري  او د یادو شپږ میلیونو له منځه ۴۵ سلنه یې په کرنیز سکتور کې په دندو بوخت دي.

کریمه فاریابي  که څه هم له فقر سره مبارزه د حکومت لومړیتوب بولي؛ خو په خبره یې، راتلونکی کال یوازې له ۲.۵ -۳ سلنه اقتصادي ودې امکان شته او د افغانستان زیاتېدونکي نفوس ته په کتو دا وده ډېره کمه ده او د خلکو په ژوند کې به کوم د پاوړ اغېز ونلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

۵۰ سلنی کچی سره زه توافق نه لرم ۸۰ سلنه خلک د فقر او سواد له کچی ښکته زوند لری او هغه نور لس سلنه خلک یی ایله ګذاره کوی او یو سلنه غلامان یی بیا ټول بیلونران دی ، طبقاتی جوړول د کاپیتالیزم تعریف دی همدغه طبقاتی کول او طبقاتی ساتل د کاپیتالیزم تعریف او استعماری فارمول کدی په هغو هیوادو کی چه دوی یی د هیوادولۍ دعوی لری هم له دی فارمول له اوله کار اخستی یو سلنه پکی هر څه لری، شل یا دیرش سلنه یی ګذاره کوی او شپیته اویا سلنه یی د فقر او سواد… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x