ورزش

د رحمت شاه په زړه پورې سليزې افغانستان ته د لوبې او سيريز بريا ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ په دوهمه يو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې ايرلينډ ته د ۷ ويکټو په توپير ستره ماتې ورکړه او سيريز يې په خپل نوم کړ.

د افغان لوبډلې له لوري د تيرې لوبې په پرتله په زړه پورې او تخنيکي لوبه وشوه چې د اوپنرانو له سوځېدو وروسته رحمت شاه او حشمت الله د ۱۸۴ منډو ګټونکې ملګرتيا وکړه.

رحمت شاه په ۱۰۹ توپونو ۱۰۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، هغه په يو ورځنيو لوبو کې خپله ۵مه سليزه هم په خپل نوم کړه.

په يادې بريا سره افغان لوبډلې د درې يو ورځنيو سياليو سيريز په خپل نوم کړ.

په ننۍ لوبه کې ايرلينډ پچه وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پريکړه وکړه، ددوی له لوري سټرلينګ په زړه پورې سليزه ووهله او ۱۲۸ منډې يې وکړې، د نوموړي په غوره لوبې سره ايرلينډ افغان لوبډلې ته د ۲۶۰ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپ اچونکو له لوري نوين الحق ۴، مجيب الرحمن ۳، ګلبدين نائب او راشد خان يوه يوه ويکټه واخيسته.

د  هدف په تعقيب کې د افغان لوبډلې دواړه اوپنران د ۴۸ منډو له جوړيدو ووروسته وسوځېدل، له هغې وروسته رحمت او حشمت په زړه پورې لوبه وکړه، په دې سره افغان لوبډلې د ۷ ويکټو او ۲۸ توپونو په توپير بريا خپله کړه.

د افغان توپ وهونکو له لوري رحمت شاه ۱۰۳ ناسوځېدلې، حشمت الله ۸۲، رحمان الله ۳۱ او اصغر ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دريمه او وروستۍ لوبه به د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۲۶مه نېټه ترسره شي، تمه ده په ياده لوبه کې به نورو لوبغاړو ته موقع ورکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x