نظــر

د پردیسۍ په هدیره کې..!

صفي الله رائد

په یوې ټولنه کې که یو څوک درک او احساس ولري او تل دبل مؤمن مسلمان ورور په درد دردمند واوسي؛ د داسې انسان په سینه کې همدا دردونه ډېر ژر او ژور ټپونه جوړوي.
هو! د مرحوم مطمئن رحمه الله په سینه کې هم همداسې بلا دردونو د مرغانو په څېر ځالې جوړې کړې وې؛ ځکه تل یې فکر او قلم په غم، اوښکو او دردونو څرخېدۀ او د قلم پر مټ یې د خپل سوي زړۀ آهونه ویستل..!

هو! مرحوم مولوی عبدالحی مطمئن همداسې یو څوک و؛ ځکه د خپل هېواد په روانو بدبختیو یې زړۀ بدېدۀ، لکه څنګه چې د اسلامي امارت پر یو والي او وحدت خوښېدۀ؛ برعکس همداسې یې ددې خوځښت پر ټوټه کېدو یې زړۀ ټوټه کېدۀ؛ نه یې غوښتل دا واحد او متحد صف دې دړې وړې شي؛ نه یې غوښتل چې د مرحوم امیر المؤمنین ارمانونه دې له خاورو سره خاور‌ې شي.
له همدې کبله یې په دې سپین سپېڅلي صف کې د هیچا نیمګړتیاوې نشوای زغملای او په ډېر جرئت به یې مخامخ نقدولې.
هو! مطمئن صاحب پخپله روانه قلمي مبارزه کې ښودله چې فکر او دقلم زور مې آزاد وي ځنځیرونه مې نشي تړلای.

په دې اخرو کې د مرحوم مطمئن د دردونو له انځورګرۍ داسې ښکارېدۀ چې نور نو د دې بدرنګې نړۍ له هېڅ یو شي نه دی مطمئن.
او تر ډېره همداسې وو…!

زه د عبدالحی مطمئن صاحب نوم، قلم او کمال سره له پخوا اشنا وم خو! بدختانه چې تقدیر مې ده سره لیدل هغه وخت لیکلي و چې کله یې ملګرو لحد ته ښکته کړ؛ دا زما لپاره ډېره عجیبه وه.
څو لحظې یې تابوت ته په کتو تېرو یادونو، فعالیتونو او خدمتونو تر کندهاره وېوړم؛ عجیب د ژوند لنډ تعریف یې په ژوند کې نغښتی و؛
له کندهاره بیا تر دې پردیسۍ ( د هجرت تر دیاره… )
د مرحوم مطمئن د ژوند لنډه خلاصه دلته له خپل کلي چیرته لـــرې د پردیسۍ په یوې سپېره هدیره کې خاموشه پرته وه.
د پردیسۍ په خاوره کې پروت هغه بې کسه مطمئن؛ چې ټول عمر یې د قلم نوکه او ژبه د مسلمه امت په دردونو ونڅوله او پخپلو ويښو ګوتو یې درد پسې درد انځور کړ؛ خو! بلاخره همدغو دردونو یې پخپله سینه منګولې ورخښې کړې؛ ژبه یې ګونګه او بېباکه قلم يې دتل لپاره له ګوتو ولوېد.
انا لله وانا الیه راجعون

نغمې دې ګونګې، غږ دې ورک دی مطمئنه یاره
لکه چې ته هم د حالاتو اضطراب وخوړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x