
سیګار د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې د پیسو د قاچاق د مخنیوي غوښتنه وکړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): له حکمتیار وروسته د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې(سیګار) هم د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه د ځانګړو پروازونو له لارې د نغدو پیسو د قاچاق د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د امریکا د پلټنې ځانګړې ادارې(سیګار) په خپل تازه کې راپور کې د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه د ځانګړو(VIP) پروازونو کې د نغدو پیسو د لیږد په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې باید ددې کار د مخنیوي لپاره په هوايي ډګرونو کې د نغدو پیسو د قاچاق د مخینوي نصب شوي ځانګړي ماشینونه او وسایل وکارول شي.
At Hamid Karzai International Airport, non-VIP passengers go through five checkpoints and six inspection sites, while VIP/CIP passengers screened only once and VVIPs not screened at allhttps://t.co/Uu2EpkqCym
— SIGAR (@SIGARHQ) January 24, 2021
سیګار په داسې مهال د کابل هوايي نړیوال هوايي ډګر له لارې د نغدو پیسو د قاچاق په اړه په خپل ۱۵ مخیز راپور کې اندېښنه څرګندوي، چې د جمعې په ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم د کابل هوايي ډګر کې د بې نښانه او ځانګړو الوتکو له لارې افغانستان څخه د ډالرو او طلاوو د قاچاق خبر ورکړی ؤ.
که څه هم هغه مهال د کابل حکومت د مشر اشرف غني مرستیال ویاند او د هوايي چلند ملي ادارې د ښاغلي حکمتیار څرګندونو باندې توند غبرګونونه ښودلي وو او هغه یې بې بنسټه بللي وو؛ خو د سیګار لخوا په دې اړه د راپور له خپرولو وروسته حکومتي چارواکي له غبرګون ښودلو څخه ډډه کوي.