افغانستان

ننګرهار کې ۱۰ کمانډو عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۱۰ تنو کمانډو عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

دا پېښه تیره ورځ ناوخته د خوګیاڼو ولسوالۍ په «ډنډو» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د صفر دوه ځانګړو کمانډو عسکرو په «ګندمک» سیمه کې د طالبانو د تلاشۍ پر یوې پوستې برید وکړ او د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه پېښه شوه.

طالبان وايي، ددې نښتو او بریدونو په جریان کې یې ۱۰ تنه کمانډو عسکر وژلي او ګڼ مالي زیانونه یې هم ورته اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له تیرو څو اونیو راهیسې د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې د دولتي عسکرو د اکمالاتو لارې تړلي او ځای پرځای یې د تلاشۍ پوستې جوړې کړي، چې له امله یې دولتي عسکرو ته د لوجستیک په برخه کې ګڼې ستونزې پېښې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x