افغانستان

طالبانو په غور ولایت کې یوه ماشومه د «اختطافګرو» له منګولو ژغورلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۹ل): طالبانو د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې یوه ماشومه د اختطافګرو له منګولو ژغورلې ده.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې دغه تښتول شوې ۶ کلنه ماشومه چې سکینه د عبدالخالق لور او د هرات ولایت اوسېدونکې ده، د شهرک ولسوالۍ په «کمنج» سیمه کې طالبانو د «اختطافګرو» له منګولو څخه آزاده او دوه تنه اختطافګر یې لاس په لاس نیولي دي.

د سرچینې په خبره اختطافګر هر یو سیدعالم د سید جلال زوی د هرات ولایت چشت ولسوالۍ د «دهبز» کلي اوسېدونکی او حسین د عوض زوی د غور ولایت د جام سیمې اوسېدونکي دي، چې د دغو دواړو قضیه د طالبانو «شرعي» محکمې ته سپارل شوې ده.

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د غلو او اختطافګرو پرضد عملیات کړي او ګڼ شمېر اختطافګر یې په سزا رسولي او یو شمېر ملکي هېوادوال یې د هغوی له منګولو څخه آزاد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ډیر ښه کار شوي او ملت به ترې ښه هرکلی وکړي د مجاهدینو قدرداني به وکړي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x