ورزش

فوټبال: لیورپول لوبډله له ایف ای جام سیالیو بهر شوه – ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د انګلستان کلب لیورپول ماتې په مسلسل ډول دوام مومي چې د یکشنبې په ورځ یې د مانچسټر یونیټډ لوبډلې څخه په FA جام سیالیو کې ماتې وخوړه او له یادو سیالیو بهر شوه.

لیورپول لوبډلې د ایف ای په ۳۲م پړاو سیالیو کې د مانجسټر یونیټډ لوبډلې پر وړاندې په ۳-۲ ماتې وخوړه او د تېر په څېر یو وار بیا د یاد جام په لومړیو کې بهر شوه.

په یاده لوبه کې مصري محمد صلاح د لیورپول په ګټه دوه ګولونه ووهل خو د بریا مخه یې ونه نیوله، دغه راز د مانچسټر یونیټډ لوبډلې له لوري لومړی ګول انګلستاني ګرین ووډ، دوهم ګول انګلستاني مارکس راشفورډ، دریم او ګټونکی ګول پرتګالي برونو فرنانډیس له لوبې پای ته رسېدو ۱۲ دقیقې وړاندې وواهه او بریا یې خپله کړه.

له دې وړاندې د انګلستان پریمیئر لیګ سیالیو پرمهال لیورپول لوبډلې په خپل کوربه لوبغالي «انفیلډ» کې د بیرنلي لوبډلې پر وړاندې له ۳ کالو وروسته ماتې ومنله.

وروستۍ ماتې د لیورپول لوبډله په ریښتیني «کړکیچن حالت» کې واچوله، په داسې حال کې چې په تېرو اووه سیالیو کې یې یوه بریا خپله کړې، دغه بریا یې د استون ویلا لوبډلې پر وړاندې ترلاسه کړې وه.

باید وویل شي چې د لیورپول لوبډله اوسمهال د انګلستان پریمیئر لیګ په جدول کې ۴م او مانچسټر یونیټډ لومړی مقام لري، په داسې حال کې چې تېر کال ددغه سیالیو اتلولي لیورپول لوبډلې خپله کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x