نظــر

کومو ډاګونو کې به مرم؛ وطنه څه به دې کړم

محمد عليم بسمل

مرګه وژلای خو مو نه وې چې تا
له موږ نه داسې انتقام واخست

کاروان

د پېښور په ښار کې مې کوټه نېولې وه، له همدې ځايه به مدرسې ته تلم او راتلم، زما د کوټې نه لاندې د کيسټو دکان و، يوه ورځ ستړی ستومانه کوټې ته راغلم، د کيسټو له دوکانه د سندرې غږ راځي، سندر غاړی لګيا دی ټپې وايي.

ارمان، ارمان دې دادا کوره
له ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه

د ټپې له اورېدلو سره مې سم اوښکې روانې شوې، خپل کور او کلی مې سترګو ته ودرېد، دا د مولانا عبد الحی مطمئن د خولې خبرې دي، چې د هجرت او مسافرۍ شکېدلي کټ کې يې وړمه ورځ ساه ورکړه.

د مسافرو ځنکدن دی
مخ يې وطن ته کړئ چې ساه يې وخيژینه

زه د مولانا عبد الحی د شعر له سختو مينه والو څخه وم.

زما د خدای بښلې مور يوه زړه راديو وه، د قندهار اسټيشن يې ډېر په زحمت راکش کاوه، د دې لپاره چې ترانې په صاف او شفاف غږ واورم د غوړيو يو وسپنيز ډبلی مې سوری، سوری کړ او د لين په واسطه مې د راديو انتن ورسره وصل کړ، کله به چې ترانه شروع شوه، نو ټول به ورته غوږ، غوږ وم.

کابل راديو هم د (ستاسې خوښې کړې ترانې)په نامه پروګرام درلود، زه له هماغې ورځې د ا. ا .ا د ډېرو شاعرانو له نومومو سره اشنايم، په دې ټولو کې زما د خوښې شاعر مطمئن و.

د مطمئن شاعري له نازک خيالي، نوښت او شعريت نه مالامال شاعري وه، دی په دې پوهيده چې د زړه خبرې ته څنګه د هنر جامې ورواغوندي، کله چې طالبانو له شماله بې تکتيکه شاتګ وکړ، ملګري يې آواره شول او له هر چاسره د خپل سر د اېستلو غم شو، دغه حالت مطمئن صیب په يو غزل کې انځور کړی، دا هغه غزل دی چې د پښتو ژبې استاد شاعر پيرمحمد کاروان زړه ته يې هم لاره کړې وه، يوه ورځ مې ورسره ياد کړ هغه راته وويل چې دا يې هم ډېر ښه غزل دی.

مسافر يمه نګاره ناز مې واخله
ورکه کړې مې ده لاره ناز مې واخله

د شمال د لوړو څوکو مسلمانه
زه راځم له کندهاره ناز مې واخله

له ماښامه مې په وينو کاڼي سره شول
زه راځم له کندهاره ناز مې واخله

مولانا عبد الحی مطمئن دومره بر لاسی شاعر و چې فقهي اصطلاحات يې هم شاعرانه کړي، د عشق او حماسې په رانغښتلو کې سم د شعر نسیم حجازي و.

د نورو شاعرانو پس خوردې ته يې سترګې نه وې نيولې، خپل سبک يې و.

تاسو د څو شېبو لپاره سياسي اختلاف يوې خواته کړئ او دغه غزل يې راسره وګورئ

بد راته مه واياست چې کله په دې لاره راځو
موږ يو څو تنو لا د مينې له بازاره راځو

ترتيب ساقط شو انتظار له شپږ منځونو واوښت
ځکه بې واره د قضا ديدن لپاره راځو

ديدن چې وځنډيږي نوره جذبه هم زياته شي
موږ قضا کړي ديدنونو ته بې واره راځو

يو ورځ به خامخا زموږ په پښو کې کاڼي لګي
ګل مو راخيستی دی بياهم دومره بې خاره راځو

په لار پرتې ماتې تڼۍ دي ليوني تېر شوي
تورې هغوی کړي موږ هسې په تياره راځو

درومو هدف ته مونږه ټول يو مطمئن پتنګان
د ډاډ محفل ته له کوڅو د انتطاره راځو

زه که څه هم په دې نظر يم چې:

شعر داسې دی لکه نازکه کبرجنه نجلۍ
ځکه د هر ډول خبرو تحمل نلري

خو بيا هم که يو شاعر راپورته کيږي او هر ډول خبره شعر کوي، هغه نو بيا يو څوک وي، کلونه پخوا طالبانو د کندهار زندان مات او خپل ملګري يې ترې آزاد کړل، مطمئن دغه پېښه هم په شعر کې راخستې ماته يې يوازې مقطع او مطلع راپه زړه دی.

څوک چې شوګير کوي تر زمکې لاندې لاره باسي
داسې د نر غوندي ملګري له حصاره باسي

ته په نايټ کلپ کې د پاېزيب شرنګا ته خوب وړی وې
جانان امېل، امېل لښکرې تر سهاره باسي

دغه کرښې په زړه کې هغه دروازه ټکوي چرته چې ښه شعر د راتللو اراده لري.

ډیری به يې له مفهوم سره موافق نه وي خو په دې کې شک نشته چې له هنره ډک دی د مطمئن صیب په شعر ډېرې خبرې کېدلای شي دا چې په سفر کې يم اېله مې همدومره وليکل شوای.

طالب العلم بسمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x