
کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې شپږ تنه ټپیان کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې یو مسافر وړونکی بس د سړک غاړې ماین باندې ختلی، چې له امله يې شپږ تنه ټپیان شوي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند «جمال بارکزی» وايي، نن سهار اووه بجې شاخوا د کندهار-هرات پر لویه لار د میوند ولسوالۍ په حدودو کې یو مسافر وړونکی ۳۰۳ موټر چې له کندهار ولایت څخه هرات ته پر لار و، د سړک غاړې ماین باندې ختلی.
د بارکزي په خبره، په دې پېښه کې شپږ تنه ټپيان شوي، چې ټول یې مسافر دي او د درملنې په موخه اوس روغتونونو ته رسول شوي دي.