ټولنیزه برخه

د سيکولرانو شتمنۍ

عبدالمالک همت

د نړۍ د تاريخ په دې وروستيو کي د نړۍ وال ښکېلاک په مرسته د نړۍ په ګوټ ګوټ کي، هم د اسلام د سپېڅلي دين او هم د نورو اديانو په پيروانو کي، له دې ډلي زموږ په ګران هيواد افغانستان کي داسي ډلي ټپلي رامنځ ته سوي دي چي سيکولران (Seculars) ورته وايي او دوی پخپله ځانونه د تمدن او فرهنګ پلويان او عصريان بولي، خو د دوی کړنو، څرګندونو، شرارتونو او اسلام ضد اعمالو ته چي څوک پام وکړي او د کفارو او ښکېلاکګرانو په پلوي چي د هغو غورځو پرځو او منډو ترړو ته وګوري باوري به سي چي دوی لومړۍ درجه او په نفاق اکبر سره کفرخوښي او کافر پلوي منافقين دي، د اسلامي نړۍ جيد عالمان هم دوی د نن مهال منافقان ګڼي، او دا له دې امله چي دوی په زړونو کافران دي او په ژبه او ظاهر ځانونه مسلمانان ښيي. خو د لوی څښتن په وړاندي تر کافرانو لا د ډېر سخت عذاب وړ دي، ځکه هغوی له اسلامه وتلي دي او لوی څښتن يې په هکله فرمايي: ﴿ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا (145) ﴾ [النساء : ۴: ۱۴۵].

ژباړه: باور ولرئ چي منافقين به (د قيامت په ورځ) د جهنم دوږخ په تر ټولو لاندني پوړ(طبقه) کي وي او هغو ته به (اى پيغمبره!) ته کوم مرستندوى پيدا نه کړې (چي له دغه بد برخليک څخه يې وژغوري).

دغه عناصر چي اوس د نړۍ په هر ځای کي، په تېره په ګران افغانستان کي د لوېديزي پانګوالۍ او ښکېلاک په چوپړ کي اوسي، د امريكا او لوېديځ پانګوال، مادي پال استکبار او نړۍ خور استعمار د پوځ او ډالرو په زور په مخ کي اچولي دي او ډول ډول ګټي او کارونه ځيني اخلي.

په ګران افغانستان کي امريکايي ښکېلاکګرو ټول واک خپلو دغو چوپړيانو ته سپارلی دی، او پردې سر بېره چي دوی د ګران افغانستان هر څه چور کړل او اوس هم لګيادي لوټوي يې، له امريکايانو او نورو څخه په ډول ډول نومونو او پلمو ډالر شکوي او څنګه چي د بهرني ښکېلاک ملاتړ ورسره دی افغان مسلمان ولس يې د ډول ډول کړاوونو سره مخامخ کړی دی. دوی د هيواد دننه او دباندي خپلي پانګي په ګټه اچولي دي او داسي عياشي نه ده پاته چي دوی دي نه وي کړې.

اوس افغان مومنان اريان دي چي څنګه دغه بې دينه او بې ضمير عناصر د جاه او جلال خاوندان دي، هر څه د دوي په خدمت کي دي، اولادونه يې په بهر کي لوړي زده کړي کوي، مېرمني يې او په دوی پوري تړلي کسان په بهر کي په لوکسو بلډينګونو کي اوسي، دلته يې پر کورونو او دفترونو د امريکې په ډالرو سمېټي امنيتي دېوالونه راګرځولي او د امريکې په پيسو يې خپل امنيت په عسکرو ساتلی دی. که د نړۍ کفار دی او که يې مسلمانان دي ټول يې د «افغان واکمنو، چارواکو، سياسيونو، ښاغلو، آغلو او نورو» اعزازي القابو نوموي او عزت او درناوی يې کوي.

ښه، اوس خو د دغو اشغالګرو کفارو او د هغو د دغو منافقو چوپړيانو خولۍ ډېره ښه په غوړو کي ده، د دوی مرګ ژوبله د عامو وګړو د مرګ ژوبلو او کړاوونو په پرتله تقريباً صفر باله سي، د اشغال او جګړې ټولي ستونزي عام ځپلي ځيځېرلي افغانان چي د دې هيواد اصلي څښتنان دي ګالي، او که سوله او جوړجاړی وسي هم ممکن دغه غله او لوټمار منافق سيکولران په واک او قدرت کي شريک اوسي او بيا هم د عامو خلکو پر اوږو سپاره اوسي. نو دا ولي؟

دا خبره داسي ده چي لوی څښتن د ظالمانو د عذاب لپاره يوه نېټه ټاکلې وي، لکه چي په قرآن کريم کي دي:

﴿ وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ * وَأُمْلِي لَهُمْ إِنَّ كَيْدِيّ مَتِينٌ ﴾ [الْأَعْرَاف: 182- 183].

ژباړه: پاته سول هغه خلک چي زموږ (قرآني او جهاني) آيتونه يې درواغ ګڼلي دي (او ځني منکر دي او پند نه ځني اخلي، نو موږ به هغو ته په دنيا کي د رزق او روزۍ ورونه او د ژوندانه اسباب داسي پرانيزو چي دوى ته استدراج [د دوى په سزاورکولو کي مهلت] وي. دوى به په کراره کراره هلاکت ته نژدې کړو، تر دې چي هغوى په خپلو کړنو مغرور سي او باور يې راسي چي د دوى کړني هم يو بنسټ لري او ګومان وکړي چي دوى ته دغه ډېر رزق او نعمتونه له دې امله ورکړه سوي دي چي دوى د لوى څښتن په وړاندي يو منزلت او مرتبه لري. بيا به) موږ دوى په مدار مدار (ورو ورو او په تدريجي توګه خوارۍ او تباهۍ ته نژدې کړو او) داسي به يې و نيسو چي هيڅ پوه نه سي. (او دا د لوى څښتن له خوا د هغه د نښانو او دلايلو د نه منلو او درواغ ګڼلو سزا ده).

او (دغسي) دوى ته مهلت ورکوم (او عذاب يې ځنډوم چي ګومان وکړي چي دوى ته هيڅ سزا نه ورکول کيږي. او په کفر او سرغړونه کي زياتوب وکړي، چي له امله يې د دوى عذاب يو په دوه سي) ، بې شکه چي زما پټ تدبير (پټ نيول) ډېر پياوړى (او سخت) دى (چي نه په زور دفع کيږي او نه په چل ول).

له بله پلوه لوی څښتن جلت عظمته دا دنيا د ازميښت او ابتلا ځای ګرځولی دی او مومن هله په دې ازميښت کي بريالی کېږي چي ډول ډول کړاوونه او بخولي پر ځان ومني، لوی څښتن فرمايي :

﴿أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ (214) ﴾[البقرة:۲۱۴].

ژباړه: (اى مسلمانانو!) آيا تاسي داسي ګڼلې ده چي جنت ته به (هسي سلابلا)  ننوزئ؟ په داسي حال کي چي تر اوسه لا پر تاسي باندي هغسي حالات نه دي راغلي، لکه پر هغو مسلمانانو چي راغلي وه چي تر تاسي دمخه تېر سوي دي. پر هغو ستونزي او کړاوونه راغله (په فقر او ناروغيو اخته سول، د بېري او خواشينيو سره مخامخ سول، په ډول ډول ګواښونو تهديد او) ولړزول سول، ان تر دې چي د وخت پيغمبر او د هغه مسلمانو ملګرو(د لوى څښتن له خوا د مرستي د ژر ور رسېدو لپاره) وويل چي:” د الله مرسته به کله راسي؟“ ، (په هغه وخت کي هغو ته ډاډګيرنه [تسلى] ورکړه سوه) چي خبر سئ د الله مرسته (مومنانوته) نژدې ده.

هو ! د الله مرسته افغان مومنانو ته هم ډېره نژدې سوې ده ان شاء الله !

لوی څښتن ورته فرمايي:﴿ وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (139)﴾ [آل عمران: ۱۳۹].

ژباړه: (اى مسلمانانو! د حق تعالی د امرونو په تر سره کولو او د خپل دښمن په وړاندي په جهاد کي) سستي او کمزوري مه ښکاره کوئ (همت مه بايلئ   او د هغو له جګړې څخه مه وېرېږئ) او مه ګروم کوئ (او مه د کړاوونو د درپېښېدو له امله غمجن کېږئ). که تاسي په رشتيا مومنان پاته سئ ، نو تاسي به سر لوړي او لاسبري اوسئ.(او ښه انجام به ستاسي وي).

او پوهېږئ چي لوی څښتن د سيکولرو منافقانو په اړه څه فرمايي ؟  لوى څښتن جلت عظمته خپل نبي صلى الله عليه وسلم  ته په خطاب کولو سره مومنان له دې څخه منع کړي دي چي د منافقانو شتو او ارګاه بارګاه ته په حيرت او تعجب کي سي او داسي فرمايي (فَلاَ تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلاَ أَوْلاَدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللهُ لِيُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ (55))[التوبه: ۹ : ۵۵].

ژباړه: (اى نبي!) ته د دغو منافقانو مالونو او اولادونو (يعني اقتصادي او انساني ځواک) ته مه اريانېږه.(او مه ورته په تعجب کي کېږه، مه يې خوښوه او ښه يې هم مه ګڼه، ځکه چي)  الله جل جلاله غوښتي دي چي په دې مالونو او اولادونو سره دوى د دنيا په ژوندانه کي (د هغو د پيداکولو په لار کي په زيار ګاللو او له دې امله په کړاوونو زغملو ، او په شتو او اولادونو کي په نغښتو مصايبو او د هغو د ساتلو په لالهاندي او د هغو په ښندلو کي په ناخوښي سره او هغه چا ته په پرې ښوولو سره چي احسان يې نه مني) په عذاب (او مصايبو) اخته کړي. او ساوي يې هم (له بدنونو څخه)په داسي حال کي وباسي چي (د الله او د هغه د پيغمبر په اړه) کافران وي. (او په آخرت کي هم د خپل کفر له امله په عذاب اخته وي او د دوږخ په ژورو کي د تل لپاره واوسي).

نو راځئ چي پر خپل دې حال شکر وکاږو، لوی څښتن ته دعاوکړو چي له سيکولرتوب او بل هر ډول انحرافه مو وساتي، او باوري سو چي لوی څښتن به هر څه سم کړي او جق به د حق خاوند ته وسپاري.

پای

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x