
ارمانه راغلې زما په زړه کې دې دمه واخیسته/ شرافت وياړ
شرافت ویاړ
ستړی طالب یې په تور غره کې دې دمه واخيسته!
ارمانه راغلې زما په زړه کې دې دمه واخیسته!
دلته به نه درېدې تلې به د ګرېوان لمن ته!
د اوښکو څاڅکیه په لېمه کې دې دمه واخیسته!
ژونده را تېر شوې د چنار له سیوري دلته راغلې!
راغلې د غم په تناره کې دې دمه واخیسته!
اجل اخیستې سر ببرې ستړې ستړې سلګۍ!
له سینې راغلې او په خوله کې دې دمه واخيسته!
چې د وياړ نوم درته اخلي د پېغور په ډول!
د داسې خلګو په کاله کې دې دمه واخیسته!