افغانستان

«د بودیجې د نه تصویب کولو له امله حکومت وکیلانو ته نږدې کسان له دولتي دندو لیري کوي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کاال لپاره وړاندیز کړې بودیجه د دوهم ځل لپاره هم رد کړه؛ حکومت د ولسي جرګې پر غړو فشار اچولی او د یو شمېر سرچینو په حواله، حکومت خپلو بنسټونو ته امر کړی، چې له دولتي دندو څخه هغه کسان لیري کړي چې وکیلانو ته نږدې دي.

هشت صبح ورځپاڼې د ولسي جرګې وکیلانو ته د نږدې کسانو په حواله لیکلي، چې حکومت د ټولو هغو دولتي چارواکو لیري کولو ته هوډ کړی، چې د ولسي جرګې له هغو وکیلانو سره نږدې دي، چا چې د بودیجي د رد په هدف سور کارت کارولی.

د سرچینې په وینا، په دې برخه کې انتصابي سناتوران هم د حکومت هدف دي او غواړي د ولسي جرګې د غړو په فرمایش ګمارل شوي سناتوران له دندې ګوښه کړي.

د حکومت او ولسي جرګې تر منځ تقابل داسې مهال دی، چې د ولسي جرګې وکیلانو تېره اوونۍ د دوهم ځل لپاره د حکومت له لوري وړاندیز شوې بودیجه رد کړه او ټینګار یې وکړ، چې حکومت په بودیجه کې ددوی غوښتنې نه دي منلي او زرګونه پروژې یې لیري کړې دي.

د ولسي جرګې وکیلان وایي، حکومت دې د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې د ټولو کارمندانو معاش یو ډول کړي، لیري کړل شوې ولایتي پروژې دې بیا ځلې په بودیجه کې داخلې کړل شي او د بودیجې په ویش کې دې عدالت تامین شي.

ورته مهال حکومت بیا وایي، چې ولسي جرګه دې د حکومت د ځای نیولو هڅه نه کوي او په بودیجه کې د تعدیل د وړاندیز پر ځای دې بودیجه یا بشپړه ومني او یا هم بشپړه رد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د شغالو غلو حکومت دی یو اړخ ته وکیلان او بل اړخ ته تش په نامه حکومتی شغال غله دی یو یی بودیجه نه تیروی یا نه تاییدوی که سمه بودیجه وی وکیلان یی د کوم د دلیل له مخی نه تاییدوی که دا د شخصی عقدی او یا شخصی ګټو له مخی وی ناسمه کار دی او که حکومت د هغی په مقابل کی د وکیلانو ته منصوب خلک له دندو لیری کوی دا هم ناسمه کار او د رشتونی حکومت حثیت نلری . شکاره خبره ده چه دا غلامه داره ده وکیلان غلامان دی، اجراییه قوه غلامه ،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x