نړۍ

چین دوه دېرش مسلمانان زنداني کړي

 نن ټکی آسیا: د چین حکومت دوه دېرش مسلمانان د جهادي ویډیو ګانو د ډاونلوډ په خاطر زنداني کړي دي.

په دې دوه دېرشو زندانانیانو کې يې درې تنه په عمري بند او نهه ویشت نور يې په پنځلس کاله بند محکوم کړي دي.

د چین دولت وايي دوی په چین کې هر ډول «تروریستي» کړنې تعقیبوي او ترخپله وسه هڅه کوي دغسې فکر لرونکي وځپي.

په چین کې له ټولو مسلمانانو سره خورا توند چلند کېږي، د چین مسلمانانو په پرلپسې توګه په نړیوالې ټولنې او بشري فعالانو غږ کړی چې له دوی سره ظلم کېږي خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

د روژې په پیل کې هم د چین دولت له روژې نېونې منع کړي و، دوی د روژې په لومړۍ ورځ خواړه پاخه کړي وو اود مسلمانانو په کورونو يې وېشل چې باید روژه ونه نیسي.

په چین کې ډېر مسلمانان په سینګیانګ ایالت کې اوسېږي چې د کمونیست دولت له لوري پرې هر کال د روژې په میاشت کې د عباداتو بندیز لګول کېږي.

یاده دې وي چې د چین په مختلفو زندانونو کې لسګونه زره بې ګناه مسلمانان شپې سبا کوي.

په اسلامي نړۍ کې د بدو چلندونو له زور اخیستنې سره په ټولنیزو رسنیو کې مسلمان ځوانانو په نړیوالې ټولنې او بشري سازمانونو غږ کړی چې نه یواځې په چين بلکې په برما او نورو مسلمان مېشتو سیمو کې دې هم د بې وسه او بې جرمه مسلمانانو د تعذیب پوښتنه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x