
تور دې بلا وخوري چې سپين راشي/ محصل
صابرجان محصل
په وچو شونډو دې امين راشي
تور دې بلا وخورې چې سپين راشي
بيګا مې دا لحظه په خوب ليدلې
بدرنګي کډه کړي حسين راشي
باغ د خوښيو به پرې تل ودان وي
د زړګي کور ته چې ياسين راشي
لذت په زهرو کې د هجر څه دی؟
خيال د اشنا لکه ګبين راشي
زما د ژوند تورو تيارو ته رڼا
ستا د ښايست له روڼ جبين راشي
زړه د صابر په هغه ورځ شهيد وي
چي ستا د حسن په کمين راشي