شعـــــرونه

د ازادۍ او د بريا زيری/هلال مهاجر

هلال مهاجر

راوړه ګران هیواد ته د بریاوو ازادۍ زېری
وا طالبه یاره د ښکلاوو نیکمرغۍ زېری

تاته انتظار سترګې په لار دي د سنګر یاره
وکړه له سنګر د استقلال او خپلواکۍ زېری

ډېر دی ناقرار مظلوم ولس غمو ځپلی دی
وایه له دوحې ملا براداره د خوښۍ زېری

هيلې امیدونه یې ټول تاته دي طالب اشنا
وشینده په دې رانځور ولس د سوکالۍ زېری

شه ورته درمل زخمي زخمي سینه یې جوړه کړه
غواړي دې هیواد درنه اشنا د ابادۍ زېری

ته مو یې ساتونکی د ایمان او عقیدې ګرانه
اُوري دې لاليه د سپين پاج کګې پګړۍ زېری

ډېره موده وشوه چې “هلاله” بې درکه یې
وکړه په غزل کې د وطن د خپلواکۍ زېری

هلال مهاجر

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x