روغتیا

د ګوزڼ ناروغۍ (۵) خاموشې نښې چې پيژندل یې اړین دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): ګوزڼ یوه ناروغي ده په کوم کې چې ماغزه زیانمن کیږي او د بدن یوه برخه فلج کیږي، که پر وخت یې سمه درملنه وشي نو اغیزې یې کمېدی شي او مغزو ته رسېدونکې ستونزې کمیږي، په هرصورت ډیری خلک دغه وژونکې ناروغي د نورو طبي ستونزو نښې ګڼي او درملنه یې ځنډوي.

د ګوزڼ له دورې وروسته هره دقیقه ستاسو دماغ شاوخوا ۱.۹ ملیونه حجرې له لاسه ورکوي او که په یوه ساعت کې یې اړینه درملنه ونشي ستاسو د دماغو ژوند درې نیم کاله زړوي، څومره چې درملنه وروسته کیږي په خبرو کې ستونزې، یاداښت ضایع کېدل او په سلوک او رویه کې مو منفي بدلون رامنځته کیږي.

د ګوزڼ دوه ډولونه دي، یو یې چې په رګونو کې وینه کنډ شي او ماغزو ته په کمه کچه وینه رسیږي، دوهم یې د وینې په ځینو رګونو کې له ماغزو څخه وینه خارجیږي. په دواړو ډولونو کې د فالج نښې یو ډول وي او د هر چا لپاره یې پيژندل اړین دي.

روغتیا پوهان وایي د ګوزڼ نښې ددې له حملې یوه اونۍ وړاندې راڅرګندیږي، د فالج دغه پټې نښې په لاندې ډول دي:

هر څيز دوه دوه ښکارېدل

په سترګو کې ستونزې، لکه یو څيز دوه دوه ښکارېدل، خړوالی یا د یوې سترګې نظر له منځه تلل د ګوزڼ نښې کېدلی شي، خو زیاتره خلک دا نښې بوډاتوب یا ستړیا ګڼي. د روغتیا پوهانو په وینا، حتمي نه ده چې د زیاتې ستړیا یا زیاتې مطالعې وروسته دې هر څیز دوه دوه ښکاره شي. په اصل کې د وینې یو بند رګ سترګو ته ټاکلی آکسیجن نه پریږدي چې له کبله یې په لید کې ستونزې رامنځته کیږي، دغه مهال د ګوزڼ نورې ستونزې هم نه څرګندیږي.

د لاسونو یا پښو بې حسه کېدل

که تاسې په ماسپښین کې د لنډ خوب وروسته راویښ شئ او لاسونه یا پښې مو غیر فعاله یا بې حسه وي، په اسانه معلومېدی شي چې دا د عصبي زیان پایله ده. خو روغتیا پوهان وایي که ستاسې لاسونه یا پښې بې حسه کیږي او دا څرنګوالی په څو دقیقو کې له منځه ولاړ نشي په سمدستي ډول طبي پاملرنې ته مراجعه وکړئ، ددوی په وینا په رګونو کې د ملا تیر څخه ماغزو ته د وینې رسېدګي کمیږي چې په پایله کې یې د بدن یوه برخه بې حسه کیږي.

په خبرو کې ستونزې

ځینې درد وژونکي درمل کارولو سره په خبرو کې ستونزې موندل کیږي او خلک فکر کوي د همدې درملو اثر دی خو په حقیقت کې دا د ګوزڼ نښه هم کېدلی شي. د روغتیا پوهانو په وینا، که له دې وړاندې مو د همدې درملو جانبي عوارض نه وي موندلي او اوس یې مومئ نو دا د ګوزڼ نښه کېدلی شي او باید سمدلاسه طبي مرستې ترلاسه کړئ.

په سوچ او فکر کولو کې ستونزې

کله چې د سمو ټکو په غوره کولو یا د یوه څيز په اړه د بشپړ تمرکز یا فکر کولو کې ستونزې موندل کیږي نو زیاتره وخت دا ستړیا ته منسوبیږي، خو د ذهني ظرفیت ناڅاپي زیان د ګوزڼ له خورا عامو نښو څخه دي. روغتیا پوهان وایي، د یوې شیبې لپاره په فکر کولو کې ستونزې هر څوک لرلی شي، خو که ددې موده ډیره شي دا د اندېښنې لامل دی، ددوی په وینا ځینې مهال خو یو ناروغ دا اندازه هم نشي کولی چې کوم څیز سم او کوم ناسم دی ځکه چې ددوی دماغ کار نه کوي او ددی د فکر کولو وړتیا اغیزمنه شوي وي.

نیمه سردردي

نیمه سردري ممکن یوه عادي سردردي وي، خو که دا ستونزه د پخوا په څیر پر تاسې اغیز ونه کړي نو دا د ګوزڼ نښه کېدلی شي. روغتیا پوهان وایي چې په نیمه سردردي یا میګرین کې ممکن ګوزڼ هم پټ شوی وي، ځکه چې په نني وخت کې د ناروغۍ دماغي نښې یو ډول وي، د پوهانو په وینا د نیمه سردردۍ درملنه دې د یوه فالج په څېر ترسره او طبي مرستې ترلاسه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx