شعـــــرونه

سړی چې چرته ځي باید یو څۀ ځان سره راوړي/ خدرخېل

جانان خدرخېل

سړی چې چرته ځي باید یو څۀ ځان سره راوړي
یا زړۀ هملته پرېږدي او یا زړۀ ځان سره راوړي

دا ډېر د مایوسۍ ځای دی چې چرته باران وشي
سېلاب لکه خځلې پښتانۀ ځان سره راوړي

د سولې دُرخانۍ توړۍ دې بیا موږ کره راشي
او موږ ته دې لستوڼي کې خواږۀ ځان سره راوړي

وطنه! د بچیو بدبختۍ ته دې حیران یم
رڼا نورو ته ورکړي او تیارۀ ځان سره راوړي

هغۀ ځان کافرانو ته کافـــر ور پېژندلی
خو موږ ته بیا عکسونه د لمانځۀ ځان سره راوړي

اې دوی د خپلواکۍ کیسې په کومه خولۀ کوي چې
پردي یې په اوږو باندې سپارۀ ځان سره راوړي

جانانه “خدرخېله” بس همدا آب حیات دي
اوبۀ دې سپینو لپو کې د غرۀ ځان سره راوړي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسد بدري

له ډیره غمه به مې مات شې یاره زړه درپسې
اوښکي راماتې شې له سترګو له باڼه درپسې

له ډیره درده په سلګــــوشمه او وژاړمه
ښه زورولی یمه ستړي بېلتــــانه درپسې

له څنګ مې بیل شوې دومره لرې زندګي جوړوې
زما خــراب شولو احوال دژوندانه درپسې

ستا دفراق اثر پرې دومره ډیر تاثیرکړی دی
مړاوې را ړنګ شولو باڼه کاږه واږه درپسې

تابه له تورو تورو څڼو سور دسمال تاواوو
مابه په ډیره مینه وکتل خواږه درپسې

=اسدبدري= دطالب مینی داسې وسیزلم
=اسدبدري= دمیني اور کړمه ایره درپسې

inbound5682979105888911162.jpg
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x