نړۍ

شنیان: چین وایی دتیري ورځي بریدکونکي په پاکستان کي جنګي زدکړي کړی وی

Kashgar_China_Violence_AP_543x275(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۱)بیجینګ: دچین حکومت وایی دتیري شپی د شینیان په بریدکي اسلام پالو وسلوالو لاس درلود، خبرزیاتوی چي بریدکونکي یو چینایی وګړي وو، چي پاکستان کی یی له اسلام پالو وسلوالو ډلو سره اړیکي درلودي او هلته یی جنګي زدکړي کړی وی.

یوکس تیره ورځ دچین پ شینیان ایالت کی یولاري موټرچلونکي له خپله موټره سره وتښاوه، موټرچلونکي یی ووژی وروسته یی لاري موټر دخلګو پرګڼه ګوڼه باندی ور وستي،

وروسته له موټره راکوز شو اوپرخلګو یی دچاقوګانو وارونه وکړه چي له کبله یی ۱۱ کسه ووژل شول.

پیښه دچین په شینیان ایالت کی رامنځ ته شوی ده چیری چی اکثره وګړي یی ویغور مسلمانان دي اوپه سیمه کي دچینایانو دهان دقبیلي دناقلینو مخالفت کوي، اودچین په دغه سیمه کی کله ناکله  دتاواوتریخوالي کوچني پیښي رامنځ ته کیږي، دتیري ورځي له پیښه څخه ۲۴ ساعته وړاندي په سیمه کي دوي وړي چاودني هم رامنځ ته شوی وي چی کوم زیان یی نه وو اړه ولي.

دقاشغر حکومت له لوري خبرورکول شوی دی چي په پیښه کی دچینایی اسلام پالو وسلوالو ‌ډله لاس لري یو حکومتي چارواکي وویل لومړنیو څیړنو څخه مالومیږی چي بریدکی دچینایی اسلام پالو ډلو کسان چی دپاکستان په هیواد کی دشرقي ترکستان په نامه سره دډلي په تم ځایونو کي وسلوالی زدکړی  ترسره کړی ده.

پدي وروستیو کي چینایی عسکرو هغه وخت پنځه کسه ووژل کله چی دیوچینایی دهان دقبیلي دیوه کس وخوړنتون ته اور واچوي بیا یی په کوڅه کی په خلګو پسي مونډي کړی اوڅلور تنه یی یوپه بل پسی ووژل، په داسی حال کی چی دشینیان په ایالت کی ویغور مسلمانان او چینایی هان یو اوبل ته دشک په سترګه ګوري، دچین دکمونیست رژیم لپاره مشکلات رامنځ ته کړی دی، په دي وروستیو کی دعربي نړی روانو حالاتو دچین هیواد هم له اندیښنی سره مخ کړی، داسي نه وی چی دعربي نړی له ولسي پاڅون څخه چینایان هم په ښورکی راسي اودهیواد دکمونیستي نظام په خلاف راپورته شي.

چینایی چارواکو زیاته کړه دتیری ورځي نښته دچینایی اسلام پالو دوړوکي ډلي له لوری یو بل له هیواده څخه دباندي پلان شوی برید وو چي ترسره یی کړ.

 چارواکي وای یوه نیول شوی وسلوال وویل چي  نوموړی څه موده مخکي پاکستان ته لاړ هلته یی چيري دشرقي ترکستان داسلامي غورځنګ له ډلي سره دسپکو وسلو اوچاودیدونکو موادو جوړول اواستعمالول زده کړه او وروسته بیرته خپل هیواد ته راستون شو.

چینایی چارواکی وایی دغه ډله غواړی په دارنګه کړنو سره دشینیان په ایالت کی دخلګو ترمنځ پرګنیز اختلافونه رامنځ ته کړي ټولنه پر وړو وړو ډلو باندی وویشي دحکومت دهغوکوښښونو په وړاندی خنډونه جوړ کړی چي غواړي په سیمه کی ټول توکمونه د ورورګلوي ژوند ولري.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x