افغانستان

بغلان کې د دولتي عسکرو په ډزو ۴ تنه ملکیان ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې د ۴ تنو ملکي خلکو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

دا پېښه پرون مازدیګر د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د دولتي عسکرو لخوا توغول شوې د هاوان مرمۍ د محمدنسیم په نوم د یو ځايي کس په کور کې ولګېده.

په دغه پېښه کې د نوموړي کس کور ویجاړ شوی، د یوې میرمنې او ۳ ماشومانو په ګډون ۴ تنه د یادې کورنۍ غړي ټپیان شوي او ګڼ مالي زیانونه هم ورته رسېدلي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په ملکي خلکو ډزې کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې  وړاندې هم د دولتي عسکرو  په توپچي او هوايي بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx