افغانستان

د بلخ ـ فاریاب پر لویه لاره ترافیکي پېښې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له کبله لږ تر لږه ۲۶ تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، دا پېښه تیره شپه ناوخته د چمتال لسوالۍ اړونده سیمه کې د بلخ ـ جوزجان پر لویه لاره د ۴۰۴ ډوله بس موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یو تن مسافر وژل شوی او ۲۵ نور ټپيان دي.

ویل کیږي دغه ۴۰۴ ډوله بس موټر د «خاواک» ترانسپورتي شرکت اړوند ؤ، چې له کابل څخه د فاریاب ولایت مرکز میمنې ته روان ؤ، چې د چمتال ولسوالۍ اړونده سیمه کې له مقابل لوري څخه یو غټ ټیلري موټر په «پوره روښانه» څراغونو ورسره مخ شوی او دواړو ټکر کړی دی.

فاریاب میشتی خبریال قطب الدین کوهي وايي، په دغه پېښه کې وژل شوی کس د دې ولایت قیصار ولسوالۍ اوسېدونکی دی او په ټپیانو کې د ۵ تنو حالت نازک دی.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو د کیفیت خرابوالی هغه لاملونه دي چې د هېواد په لر وبر کې د ترافیکي پېښې لامل کیږي او هر کال زرګونو هېوادوالو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx