افغانستان

ارغندیوال: ارګ کې د یو شمېر کړیو د غلا مخه مې نیوله، له دندې ګوښه شوم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مالیې وزارت ګوښه شوی وزیر «عبدالهادي ارغندیوال» وایي، په ارګ کې یو شمېر کړی چور او چپاول کوي او کله چې څوک د هغوی د غلا په وړاندې درېږي، دوی ورته توطیې جوړوي او د بدنامۍ هڅه یې کوي.

ارغندیوال چې وړمه ورځ د اشرف غني له لوري له دندې ګوښه کړل شو، نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، چې په ارګ کې دده شتون د یو شمېر کړیو ګټې کواښلې او دی ورسره معاملې  ته تیار نه و؛ نو ځکه دده په خبره، هغوی ته یې زغمل ګران  شول او اشرف غني ته غلط راپورونه ورکړل چې له امله یې دی له دندې ګوښه کړ.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې اشرف غني ته یې وړاندیز کړی و، خپل فرمانونه مستقیما ورسره شریک کړي او د بل چا له لارې یې ورنکړي، چې دده له قوله، غني ورسره منلې هم وه او د ګډې ناستې وعده يې ورکړې وه؛ مګر ده د خپلې ناروغۍ له امله ګډون ونشو کړای او په دې توګه ګوښه کړل شو.

د ارغندیوال په خبره، د چارو ادارې له لوري د اتلس ډوله غوښو له وړاندیز شوي قرارداد سره دده مخالفت هم ددې لامل شو چې اشرف غني یې له دندې ګوښه کړي.

یاده دې وي، چې حکومت که څه هم تردې دمه د ارغندیوال څرګندونو ته غبرګون نه ښودلی؛ خو په دې وروستیو کې د مالیې وزارت له لوري د وړاندیز شوې بودیجې د رد له امله د ولسي جرګې او ارګ تر منځ ستونزې راپورته شوې دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي په وړاندیز شوې بودیجه کې د چارو ادارې یوازې د خپلو کارمندانو د ډوډۍ لپاره دېرش میلیونه ډالر په بودیجه کې ځای کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

ارغندیوال له نزدی پیژنم کورنی تګ او راتګ مو سره درلود ( د طالبانو دمخه )، فکر کوم لس کاله دمخه هیواد ته لاړم او د نورو د لیدنی په لړ کی می د ارغندیوال سره هم د هغه په دفتر کی لیدنه لرله ، د خبرو په لړ کی می تری دا پوښتنه وکړه چه [ ارغندیوال مبارز او دلته دنده ؟ ] د هغه ځواب راته دا وو چه [ زه په ډیران کی یو ګل یم ] خوشاله نه یی. ما ورته وویل چه ډیران کی ګل خسا کیږی او د ډیران برخه جوړیږی. په هر صورت،… نور لوستل »

غوربندي

دا ډېران ګل که همدا نن بېرته مقرر شي د ډېران په خوړلو به يې خوله بېرته پټه شي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x