لیکنېنظــر

د دوحې تړون او د مهالویش بدلول

محمد جلال

د دوحې د تړون له مخې چې تېرکال دې (فبرورۍ) په میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ په قطر کې لاسلیک شو، د روان کال د (می)تر میاشتې باید له افغانستان څخه ټول امریکايي پوځیان وویستل شي. د دې تړون نور مهم ټکي د بندیانو خلاصون او د راتلونکي اسلامي حکومت د جوړیدو له پاره  بین الأفغانی مذاکرات وو.  د دوحې تړون اوس هم د  مهالویش پر اساس بریالی کیدای شي او هیڅ ډول تأخیر د سولې پروسې ته کومه ګټه نه رسوي.

ځنډ ولې راغئ؟
د فبروري د ۲۹ مې نیټې د تړون له مخې بندیان باید راخلاص او بین الأفغاني مذاکرات د تیر کال د( مارچ) په ۱۰ مه نیټه پیل شوي وی. د بین الأفغاني مذاکراتو د شروع په لومړيو دریو میاشتو کې باید پاتې بندیان هم خوشي شوي وی.  خو ولې داسې و نشول؟ د کابل حکومت له اول نه د سولې مخالف وو او خپل ټول کوشش یې وکړ چې دغه پروسې ته خنډونو جوړ کړي. د بندیانو خلاصون یې په بیلابيلو بهانو د میاشتو لپاره و ځنډوه. خو بلاخره يي د امریکا د فشار په وجه  بندیان خوشې کړل خو  په نتیجه کې یې بین الافغاني مذاکرات د شپږو میاشتو په تأخیر شروع شول.

وروسته له هغې د کابل حکومت په دې تمه چې د امریکا د انتخاباتو وروسته به د هغه هیواد په سیاست کې تغیر راشي نو ځکه یې د طرز العمل په پریکړه بهانې راټولې او د سولې پروسه یې بیا وځنډوله. اوس مهال چې د امریکا انتخابات ختم او په سیاست کې کوم خاص بدلون رانغې نو په مختلفو بهانو غواړي د دوحې د تړون مهال ویش وځنډوي او پړه په طالبانو ور واچوي.

دا په داسې حال کې چې طالبان له ابتداء څخه په ټوله پروسه کې د مهال ویش مطابق مخکې تللي. دری  شرطونه چې د دوحې د تړون په اساس باید طالبانو عملی کړی وای، طالبانو عمل پرې وکړ. اول دا وو چې طالبان به بین الافغاني مذاکرات کوي، چې د تعهد مطابق روان دي. دوهم دا چې په ښارونو به حملې نه کوی چې هغه هم د طالبانو له خوا مراعات شوی ده. او دریم  دا چې طالبان باید دا تضمین ورکړي چې ترهګرې ډلې به له افغانستان نه امریکا او د هغه په ملګرو هیوادو ګواښ نه وي، چې هغې ته هم طالبان متعهد ښکاري. تر اوسه هیڅ داسې شواهد نشته چې  ثابته کړی چې طالبان له داسې ډلو سره اړیکې لري، چې غواړي په امریکا حمله وکړي یا امریکا ته ګواښ شي.

څه باید وشي ؟
دا چې په مختلفو بهانو کوشش کیږي چې د دوحې د تړون په مهال ویش کې بدولون راشي، د سولې پروسې او د دوحې تړون ته د ژمنتیا ضعف ښکاروي. په دې معنی چې حتی که طالبان د مهالویش د ځنډيدو سره موافقت هم وکړي، په راتلونکي کې دا ضمانت نشي کیدلای چې بیا به نورې بهانې را پیدا شي.  که چیرته مخکینیو تجربو ته وکتل شي تر (می) پورې هم ډیر وخت دی، او د دوحې پروسه د مهال ويش مطابق په بریالیتوب ختمیدلای شي.

د امریکا چارواکي باید د اشرف غني په اداره باندې له اول نه فشار زیات  او دې ته یې اړ کړي چې هیڅ ډول تأخیر به د دوي پاتې کیدو ته ګټه ونکړي، او یوازینۍ لار د یو همه شموله اسلامي حکومت جوړیدل دي. کوم شی چې د دوحې د تړون آخری هدف او د سولې د راتلو یوازینۍ لار ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عکرمه کندهاري

ماشاءالله ډيره شائسته ليکنه ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x