افغانستان

غني: د کابل او واشنګټن تر منځ د اړیکو نوی باب پرانستل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې  مهال چې د امریکا پخواني ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» ټاکنې بایللې دي او واک يې خپل ډیموکراټ سیال «جوبایډن» ته سپارلی؛ د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وايي، د امریکا  د نوې ادارې له راتګ سره د افغانستان او امریکا  تر منځ د اړیکو یو نوی باب پرانستل شوي او په لوړه کچه اړیکې به جوړې شي.

غني چې نن يې د کابینې په غونډه کې وینا اوروله وویل، چې د واشنګټن او کابل تر منځ د اړیکو یو نوی باب پرانستل شوی او امریکا به ژر تر ژره له طالبانو سره کړی تړون وارزوي او له کابل حکومت سره د مشورې په اساس به یوه نوې تګلاره جوړه کړي.

نوموړي وویل له دې وروسته به دکابل او واشنګټن اړیکې په لوړه کچه او د د ولت-دولت تر منځ اړیکو په بڼه وي.

د اشرف غني له لوري د کابل او واشنګټن اړیکو ته خوښي داسې مهال ده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده، چې له امله یې د کابل حکومت چارواکي اندېښمن ښکاري او له امریکا غواړي، چې پر کړې پرېکړه بیا ځلې غور وکړي.

د امریکا د نوې ادارې د ملي امنیت شورا سلاکار او دفاع وزیر که څه هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو ټینګار لري؛ خو په خبره یې، د بایډن اداره به له طالبانو سره کړې هوکړه وارزوي ځکه ددوی له قوله، نوې اداره تر دې دمه د یادې هوکړې له جزئياتو اګاهي نه لري.

ورته مهال طالبان بیا تمه لري، چې بایډن له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه وساتي او د امریکا  او طالبانو تر منځ شوی تړون پلې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

بی غیرت او نجس ګوډاګیانو! دا باب شل کاله مخ کې پرانستل شوی وو او دا کوم نوی باب نه ده . دا شان بابونه به نه تاسو ته کوم ګټه وکړی او نه بادارانو ته مو . جهاد روان ده او ان شاءالله د توری په زور ٗ چې څنګه ئې په ګوڼډو کړی یاست ٗ په همدغه شان به مو له دي وطنه سرکوزې وشړې.

مشعل

عبدالروف خانه ځان څخه ساده مه جوړوه, ستا باداران هم ټول د پنجاب غلامان دي او پنجاب ستا په مرسته د ډيورند کرښه خپله کړه نور به دې د شلغمو په نرخ په امريکا وپلوري. ريښتيا امريکا په ګونډو نده هغوی له دې وروسته خپلې ګټې په سیمه کې ستا ملا هيبت الله له لارې تضمينوي ته صرف انتظار کوه پر هر جهالت به دې ډير پيښمانه شې. امريکا د نړۍ په سطح له هر اړخه يو پر مختللی هيواد دی. تاسو يواځې دې هيواد ښځې او ماشومان په ګونډو کړو ځکه سرپرستان مو ورته په ډيره بې رحمۍ ووژل… نور لوستل »

عبدالروف

الحمدالله زه او زه ما په شان خلک ساده ګان نه دې.په ذات د الله قسم خورم ٗ چې شل کاله مخکی د امریکا او د هغو د کوډاګیانو ماته داسی راته ښکاریده لکه چې اوس ئې په سترګو وینو.مونږ جاهلان نه یوو چې پیښمانه شو ٗ پیښمانه خو هغه جاهلان شې چې دا شل کاله ئې چیغې وښلي چې امریکا سوپر طاقت ده او له دوي سره ډغری وښل لیونتوب ده او امریکا به هیڅکله له دي وطنه په شا نه شې لکه څنګه چې په جاپان ٗ کوریا ٗ جرمن او نورو اروپائې هیوادو کې پراته دي ٗ… نور لوستل »

مشعل

هغه ستا مجاهدينو چې روسان مات کړي ول هغوی درته همدا پنځوس کفري هېوادونه راوغوښتل او همدارنګه ستا مشران ( د پنجاب غلامان) همدا مهال د امريکا په ډالرو په دوحه کې مزې کوي او ستا په شان ماشومانو څخه ګټه پورته کوي او امتيازات درباندی اخلي. تاسو د هغه چا په غلامې کې اخته ياست (پاکستان) چا چې همدی امريکايانو ته هوايي اډی ورکړې او د جنګ ټول اکمالات يې د همدوی له لارې وکړل. په دې هم ډاډه اوسه چی ايران, روسيه, چين او پاکستان در باندې خپل مالي او جنګي امکانات ودروي د يوې هفتې لپاره هم… نور لوستل »

عبدالروف

زه هغه خلکو ته مجاهد وایم چې د روس د ماتي نه پس په کورو ناست ٗ خو چې شر او فساد سر راپورته کړ بیا ئې وسلی ته لاس او د شر او فساد ټغر ور ټول او د اسلامې نظام بنسټ ئې کیښود. خو کله چې امریکائې او ناټو یرغلګر اسلامې نظام ړنګ او هیواد ئې اښغال کړ ٗ بیا هم ریښتنې مجاهدین جهاد پیل ٗ تر هغه پوری چې یرغلګر خبرو ته حاضر شول. پس له دي نه روسیه ٗ ایران ٗ چین او پاکستان د امارت اسلامې دفتر تر شا قطار ولاړ تر څو د دوي… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د کابل او واشنګټن اړیکی د غلو بادارانو اوشغال غلامانو اړیکی دی مهمه نه ده چه دا د ټرمپ او که دا د بایدن دوره کی وی. ټول نړیوال او حتی امریکایان د امریکا او ناتو به شرمیدلو ماتو اعتراف کوی حتی ترمپ طالبان ازادی غوښتونکی او پیاوړی جنګیالی یاد کړل تر دی به بله ماته چیری وی چه دشمن دی په ښه او پیاوړی نوم یاد کړی ازادی غوشتونکی یعنی امریکا او ناتو اشغالګر دی همدا اشغال دهشتګری ده چه د بل چا هیواد په ناحقه اشغالوی او په ناحقه یی وژنی دا دهشتګری ده. د امریکا او ناتو… نور لوستل »

طوطی

بیانزی صیب: عصاب دی خراب شوی دا څه چټیاټ لیکی؟ د امریکایان تړون په وخت خو دی ښه اتڼونه کول. فکر دی کاوه چی سبا به په کابل کی بیا د امات بیرق ورپیږی خو هسی ونشول اوس څنګه څه چل دی؟ ملا برادر کله چین ته او اوس ایران ته منډی کړی که څه تر لاسه کړی خو فکر نکوم دا پاکستانی سیاست کومه نتیجه ورکړی. هر څه مو له تړون سره برابر کړل.

عبدالروف

دوي په رسمې بلنه یاد هیوادو ته سفر کوې او هغه دا هیوادونه دې چې داسلامې امارت دفتر تر شا قطار په انتظار ولاړ دې. او ډیر نږدي به د الله د کلمه جنډه ٗ چې تلسي ټول ئې ورخطا کړي یاست ٗ په ارګ ورپیږې.

دوکتور غروال

## همداسی دی چی ملت د خدای زور دی دا وطن خرڅوونکی کامیابیدای نشی او نه د امریکا غلامان ( تنظیمونه او طالبان ) به دی ځل د افغان ملت قربانی حاصل ددوی په کومک د ځانو کړۍ شی، بلی تریخی تجروبی ډیری شویدی او دا باید نوره تکرار نشی!!!

مشعل

## ولې مو زما کمنت نده نشر کړی ولې له واقعيتونه څخه ډاريږي نن کوټی اسيا له پنجاب څخه کنټروليږي

غوربندي

تا ناسړی وځغلوم په دې پالتو خبره

طوطی

واضحه خبره ده، طالبان خو څه مستقله د انترنت سپږمکی نلری. خو یا به له کویټی یا له کراچی نه کنټرولیږی.

عبدالروف

پاس وګوره کمنت دي خپور شوي او ځواب ئې هم ولوله . تا په شان نور جاهلان هم شته چې چټیات لیکې ٗ خو لیکل ئې خپریږې.

Back to top button
13
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x