نړۍ

د هند او چين د سرحدي عسکرو نښته؛ د دواړو لوريو يو شمېر پوځيان ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د هند او چين ترمنځ د سرحدي جنجال په اړه د مذاکراتو سربېره د دواړو هېوادونو پوله ساتو ځواکونو تر منځ په “سيکيم” نومې سيمې کې نښته شوې او د يو شمېر پوځيانو د ټپي کېدو رپوټونه هم تر لاسه شوي دي.

هندي رسنۍ وايي، د چين عسکرو د جنورۍ په شلمه هڅه وکړه، چې د هند خاورې ته ننوځي، خو هندي پوځيانو يې مخنیوی وکړ، چې پر مهال يې نښته رامنځته شوه، خو وروسته وضعيت عادي حالت ته را وګرځېده.

د هند پوځي چارواکو پر رسنيو هم نيوکې کړې، چې خبره له خپلې اندازې زياته غټوي او غوښتنه يې کړې،چې رسنۍ دې د پروپاګند له خپرولو دې ډډه وکړي.

د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې د بي بي سي خبريال ويلي، د چين او هند سرحدي عسکرو يو بل په سوکانو او لغتو وهلي، چې له امله يې لږ تر لږه شل چينايي او څلور هندي عسکر ټپيان شوي دي.

د هند دفاع وزارت وايي، دا يوه کوچنۍ او عادي پېښه وه، چې د دواړو خواوو ځايي قومندانانو په خبرو حل کړې ده.

د رپوټونو له مخې له دغې نښتې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی په زياتېدو دی.

د تېر کال جون مياشت کې هم ګلوان سيمه کې د دواړو هېوادونو د سرحدي عسکرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه شل هندي پوځيان وژل شوي وو، خو چين په دغه نښته کې د خپلو وژل شوو عسکرو شمېر نه و په ډاګه کړی.

سيکيم سيمه د بوټان او نيپال ترمنځ د چين او هند تر منځ لانجمنه سرحدي سيمه ده.

دواړه هېوادونه پر دغه سيمه د خپل ملکيت دعوه لري او وخت پر وخت پرې د دواړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ نښتې رامنځته کيږي.

هند او چين د ګلوان لانجمنې سيمې په اړه په ۱۹۶۲ کال کې هم درنه جګړه کړې وه، چې هند په کې ستره ماتې خوړلې وه.

چين او هند د شته جنجالونو سربېره ستره سوداګريزه راکړه ورکړه لري.

د چارو څارونکي وايي، دغه ډول وړې نښتې هم د دواړو هېوادونو پر سوداګريزو اړيکو منفي اغېز کولی شي او له همدې امله هندي چارواکي هڅه کوي، چې دا ستونزې معمولي او کوچنۍ وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x