ورزش

چیلسي کلب خپل روزونکی «فرانک لامپارد» له دندې ګوښه کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د چیلسي فوټبال کلب په رسمي توګه خپل مشر روزونکی «فرانک لامپارد» د دوشنبې په ورځ د ناکامو پایلو له کبله د یوه نیم کال وروسته له دندې ګوښه کړ.

د چیلسي لوبډلې روسي ملیاردر مالک رومان ابراهیمویچ وویل: «د کلب لپاره دا خورا یوه ستونزمنه پریکړه وه، په ځانګړي توګه چې هغه سره زما شخصي او نږدې اړیکې دي، هغه خورا د ښو اخلاقو خاوند دی او په کار کې جدیت لري، خو موږ باور لرو چې په اوسني شرایطو کې د روزونکي بدلول غوره دي».

چیلسي لوبډلې په کرونا ځپلي کال کې د پير او پلور په کړکۍ کې پر نویو لوبغاړو پېرلو تر ټولو زیاتې پيسې ولګولې، خو لا هم د پریمیئر لیګ سیالیو په جدول کې نهم مقام لري.

تمه کېده انګلستانی فرانک لامپارد به د نویو لوبغاړو په رانیولو چیلسي لوبډله لږ تر لږه په انګلستان پریمیئر لیګ کې په لومړیو څلور مقامونو کې ځای کړي، خو پر دغه هدف نه دی ونشو توانېدلی.

له بلې خوا ځینې رسنۍ راپور ورکوي، د چیلسي لوبډلې لپاره د نوي روزونکي په توګه المانی «توماس توخیل» قوي نوماند دی، توماس توخیل له دې وړاندې د پاریس سان جرمان لوبډلې روزونکی و چې د بریاو سربېره په ناڅاپي ډول له دندې ګوښه شو.

Thomas Tuchel feeling 'empty' after Champions League final defeat

توماس توخیل تېر کال د فرانسې لیګ جام ګټلو سربېره د چمپینز لیګ پایلوبې ته لار وموندله، خو په پایلوبه کې یې د بایرن مونش لوبډلې له لوري ماتې ومنله.

بل لوري ته پر چیلسي لوبډله د فوټبال مبصرینو او پوهانو له لوري نیوکه کیږي چې باید روزونکي ته وخت ورکړي، ددوی په وینا دا طبیعي ده چې روزونکی د نویو لوبغاړو په درلودلو سره وخت ته اړتیا لري تر څو لوبډلې ته بریاوې راوړي.

۴۲ کلن لامپارد ۱۸ میاشتې وړاندې په لومړي ځل د چیلسي لوبډلې روزونکي په حیث دنده پېل کړه، هغه مهال چیلسي لوبډله د فوټبال نړیوال فدارسیون (فیفا) له لوري د بندیزونو سره مخ وه او نه یې شو کولی نوي لوبغاړي وپيري.

د بندیزونو له ختمیدو سره سم چیلسي لوبډلې د شاوخوا ۲۵۰ ملیونه یورو په ارزښت معاملې ترسره کړې، په دې لړ کې یې دوه الماني تکړه لوبغاړي (تیمو ویرنر او کای هاوراتز) او د مراکش لوبډلې «حکیم زیاش» وپېرل، خو ددې سربېره یې په خپلو تېرو ۸ لوبو کې ۵ ماتې خوړلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x