ورزش

ویسټ انډيز ته په ۳-۰ ماتې ورکولو، بنګلدیش په کرکټ سوپر لیګ دوهم مقام ته پورته شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د بنګلدیش کرکټ لوبډله وروسته له هغه چې د ویسټ انډیز ځوانې لوبډلې ته یې د درې یو ورځنیو لړۍ کې په ۳-۰ ماتې ورکړه د کرکټ نړیوالې شورا په سوپر لیګ کې دوهم مقام ته پورته شوه.

د ۲۰۲۳م کال پنځوس اوریزو نړیوال جام ته د لار موندلو په موخه د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ په نوم لړۍ پېل کړې چې په پای کې به یې لومړۍ ۷ لوبډلې مستقیم دغه جام ته لار مومي او پاتې لوبډلې به د غوراوي سیالۍ ترسره کوي.

بنګلدیش لوبډلې د ویسټ انډیز پر وړاندې په پنځوس اوریزو سیریز کې د توپ وهنې او توپ اچونې په برخه کې په زړه پورې کارکردګي ترسره کړه چې سیال لوبډلې ته یې په ۳ صفر ماتې ورکړه.

اوسمهال د کرکټ نړیوالې شورا په سوپر لیګ کې بنګلدیش لوبډله په (۳۰) پواینټونو درلودلو سره له استرالیا وروسته چې (۴۰) پواینټونه لري دوهم مقام لري.

https://twitter.com/ICC/status/1353700653667762176?s=20

په دغه لیست کې افغان لوبډله په (۲۰) پواینټونو درلودلو سره چې ایرلینډ لوبډلې ته یې په دوه لوبو کې دوه ماتې ورکړي له پاکستان (۲۰ پواینټونه) وروسته په پنځم مقام کې ځای لري.

بنګلدیش لوبډلې د دوشنبې په ورځ ویسټ انډيز ته د ۲۹۸ منډو هدف ټاکلی و چې ویسټ انډيز په ځواب کې ۱۷۷ منډې جوړې کړې، او د ۱۲۰ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

د ویسټ انډیز لوبډلې چې تر ډیره پر ځوانو لوبغاړو بنا وه هیڅ لوبغاړی ونه توانېد په یادو دریو سیالیو کې آن نیمه سلیزه ووهي، په داسې حال کې چې د بنګلدیش څلور لوبغاړو (تمیم اقبال، شکیب الحسن، مشفیق الرحیم او محمد الله) یوازې په وروستۍ لوبه کې نیمه سلیزې ووهلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x