نظــر

وطن یې چور کړ، که چور یې نکړ؟؟

عبدالستار سعید

د کرزي په وخت کې هم غلاوې کیدلې، چې یوه بیلګه یې د نوموړي د مرستیال ضیاء مسعود لخوا په یوه ځل د ۵۲ میلیونو ډالرو تښتول او دوبۍ ته رسول و، هغه چې اسناد یې وروسته د ویکي لیکس لخوا افشاء شول. دغه راز کابل بانک د ملي شتمنیو د لوټلو یو داسې دام و چې څه کم یو میلیارد ډالر یې د دې بیچاره ولس له هډونو وشپیلول.

خو کرزی او حواریون یې تر ډیره حده وطني خلک وو چې د غلا چلونه یې هم محلي یا دودیز وو. اما کله چې د ټامیانو سرخېل اشرف غني د واک په ګدۍ کیناست او ها د چا خبره (جمهوریت) په (ټامهوریت) بدل شو. نو ورسره د رسمي لوټمارۍ او اختلاس کچه هم لوړه شوه. اشرف غني چې په نړیوال بانک کې د دندې مخینه لري، د معاصرې او سیستماتیکې لوټمارۍ په چلونو خورا ښه پوهیږي. دغه راز د نوموړي په شاوخوا راګرځیدلي ټامیان چې ټولو یې په غرب کې د سپي مینځلو، اخبار خرڅولو، په هوټل کې د مزدورۍ او صفاکارۍ ټیټ بیه دندې پرې ایښي دي او افغانستان ته د ډيرو پیسو د نغدولو په نیت راغلي دي. دلته یې په خورا منظم، مرموز او سیستماتیک ډول د ملي شتمنیو په لوټ تالان پیل کړی دی.

په تېره دوره کې د اشرف غني لخوا د غلا لوی پلانونه د ۹۱ کوډ تاسیس او ورپسې د تدارکاتو د کمیسیون ایجاد و چې ورسره ټول قراردادونه تر همدې کمیسیون پورې وتړل شول. د تدارکاتو کمیسیون خپل تر ټولو لوی قرارداد چې په کابل کې د اداري کمپلیکس جوړول و، د اشرف غني د ښځې ( رولا غني) د ورور شرکت ( خطیب العالمي) ته ورکړ.  نور تاسو پرې ور قیاس کړئ.

په اوسنۍ دوره کې اشرف غني څو میاشتې وړاندې هڅه وکړه چې د هیواد په مالي سرچینو د بلامنازع مالکیت لپاره د مالیې وزارت درې مهم بخشونه ( عوائد، ګمرکات او بودیجه یا خزانه داري) د دې وزارت له تشکیل څخه وباسي، هر بخش د مستقلې ادارې په حیث اعلان او د ریاست جمهوري د دفتر تابع کړي. دا چې د مالیې وزارت پارلمان ته مسؤل دی، اشرف غني هڅه کوله په دې ډول د پیسو دغه مهمې سرچینې په بشپړ ډول د خپلو ټامیانو تر واک لاندې راولي، د پارلمان د غیر ټامي وکیلانو له څار څخه یې وباسي او بیا چې څرنګه وغواړي هماغسې یې چور او تر خپل منځ سره جلا کړي.

په داسې حال کې چې د ارګ په جزیره کې د اوسیدونکو ټامیانو د غلاوو، عیشونو او ۱۷ قسمه غوښو د خوړلو خبرې لا له تبصرو نه دي لویدلې، د امریکا څارونکې ادارې ( سیګار) په خپل تازه کشف کې ویلي چې اشرف غني او ټامیان یې د کابل هوایي ډګر له VIP لارې څخه په استفاده پیسې له افغانستان څخه باسي. د سیګار د موندنو په اساس په ځانګړو الوتکو کې څلور نیم میلیارده ډالر له افغانستانه ایستل شوي دي. دا په داسې حال کې چې په کابل کې یوه معتبر تیلویزوي چینل ( کابل نیوز) د کابل په هوایي ډګر کې د  ولاړې یوې داسې سپین رنګې جټ الوتکې انځورونه خپاره کړي چې د هیڅ هوایي شرکت نښان پرې نه دی وهل شوی.

د دې پیښو له رابرسیره کیدو دوه ورځې وړاندې د مالیې نوی وزیر ارغندیوال له دندې لرې کړای شو. نوموړي وویل چې د لري کیدو علت یې د دې وزارت په چارو کې د ارګ د چارواکو د بې ځایو مداخلو سره مخالفت و. دغه راز څو ورځې وړاندې وویل شول چې اشرف غني د خپل ځانګړي ګارډ ( پي پي ایس) یو قومندان د کابل د هوایي ډګر د مسؤل په حیث تعین کړی دی.

که دا ټول مقدمات سره جمع کړو، نو دې نتیجې ته مو رسوي چې اشرف غني او ټامیانو یې دا ځل د افغانستان د ملي شتمنیو چور کولو ته سم پړی ویړ کړی دی. درګرده ترې بارونه تړي او د کابل له هوایي ډګره یې په ځانګړو پروازونو کې په نامعلوم لوري انتقالوي.

هیوادوال باید پوه شي چې اوسني حاکمان ( ټامیان) چې د غربي تهذیب په ډنډ کې غوپه شوي دي. د حلال یا حرام، ملي شتمنۍ یا بیت المال په نوم هیڅ هم نه پیژني. دوی یوازې مادي ګټه او د مادیاتو خورد او بُرد پیژني. نو که مخنیوی یې ونه شي دا زرغون وطن به د ملخانو په شان په سپیره ډګر واړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

دکرامو طالبانو دنده چه په نړیوال ډګرکی دافغانستان د مظلوم ولی په اسلام مینو جلګو شتمنی له چور او تالان نه را وګر زوی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx