افغانستانسولې اړوند خبرونه

«د طالبانو پلاوی د ایران په بلنه تهران ته رسېدلی»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د سیاسي دفتر یو لوړپوړی پلاوی د ایران د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه نن سهار یاد هیواد ته رسېدلی.

د ایران «تسنیم خبري اژانس» خبر ورکړی، چې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس او سیاسي مرستیال «ملا عبدالغني برادر» د یوه پلاوي په ملتیا نن سهار تهران ته رسېدلی او د ایراني چارواکو له لوري يې په هوایي ډګر کې هرکلی شوی دی.

ویل کېږي، د طالبانو پلاوی به د خپل دې سفر په مهال د ایران د بهرنیو چارو له وزیر «جواد ظریف» او نورو چارواکو سره وګوري او د افغانستان د سولې اړوند مسایلو په اړه به ورسره خبرې وکړي.

دغه سفر داسې مهال دی چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په بنسټ، له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ يې په دوحه کې د افغان سولې خبرې دوام لري، تر څو روانې جګړې ته یو سیاسي حل وموندل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما نظر د ایران او اخوندانو به اړه : د ایران، پاکستان او شمالی ګاونډیانو سره مو اړیکی تر ممکنه کچی ښی شی، ګاونډیان دی، ټول اسلامی هیوادونه او داسی نور ګډ مخرجونه لرو. مګر نړیوال استعمار د هر هیواد په راست کی سکولر حکومتونه ټومبلی او هر یوه ته یی یو ډکی په کونه ایښی چه ته د افغانستان سره دا ستونزه لری او هغه دا ستونزه لری. په دی واسطه هر یو جلا جلا او په اسانۍ یی استثماروی. د ایران په اړه : اهل تشیع به کلی او ایران په ځانګړی ډول ارزوو، د اسلام د سپیڅلی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx