افغانستان

د اروپايي ټولنې استازی: په دوحه کې د رښتینې مذاکراتو بیا پيل غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا وايي، چې په دوحه کې د افغان سولې لپاره باید رښتوني مذاکرات سره پیل شي.

نوموړي دا څرګندونې د یو ټویټ په ذریعه کړي او له دواړو غاړو یې غوښتي چې د باور رامنځته کولو لپاره لاره هواره او په تدریجي توګه پرمختګ وکړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رونالډ کوبیا په دې باور دی، چې مخ په زیاتېدونکي جنګي او دفاعي چلنددونو غوره کول او د نورو امتیازاتو غوښتل به د عسکرو ویستلو د ورو کېدو او جګړې او تلفاتو د زیاتېدو څخه پرته بله هیڅ پایله ونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل حکومت مشران په بیا بیا طالبانو ته جګړه ییز  اخطارونه ورکوي او د راتلونکي پسرلي موسم لپاره د جګړییزو تیارو خبر ورکوي، کوم کار چې د شنونکو په خبره د سولې پروسې د «سبوتاژ» هڅې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امریکا، اروپا، استرالیا او د افریقا او اسیا ډیر هیوادونه د نظم نوین جهانی د جغ لاندی پالیسیو ته ادامه ورکوی. په ځانګړی ډول اروپایی اتحادیه خو ورسره نظامی ټلواله کی ګډون لری. نظم نوین پنتاګون ته یوه، سبینی ماڼۍ ته بله، سی ای ای ته بله، ناتو او اروپایی اتحادیه ته بله او د کابل غلامی اداری ته بله او بله وایی یعنی د اذهانو د مغشوشولو د پاره بله او بله وایی یو وایی اسمان شین او هغه بل وایی وریځ ده . لنډه دا چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی.… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx