لیکنېنظــر

جوبایډن د افغان سولې په مورد

نورمدين بلخېل

د افغان سولې پروسه د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وخت کې پیل شوه، خو وخت او حالاتو جوبایډن ته په میراث پرېښوده، دا چې په امریکا کې یو فعال سیاسي سیستم واکمن دی، نو په دې اساس د امریکا ټوله خارجه پالیسي د دغه سیسټم له خوا کنترولیږي، که څه هم په امریکا کې ولسمشر بې مهاره صلاحیت او قدرت لري، خو بیا هم د دغه هېواد مهم دولتي بنسټونه لکه سپینه ماڼۍ، پنتاګون، سي ای اې، خارجه وزارت، او کانګرس هغه لوري دي چې د امریکا په داخلي او خارجي سیاست کې ستر رول لري، اوس جوبایډن واکمن شو، بایډن یو ډېر حساس او هوښیار سیاستوال دی، کوم چې د تېرو پنځوسو کالو راهیسې د سیاست په نړۍ کې روان دی، د بایډن څخه د افغان سولې په برخه افغان دولت او طالبان خپل خپل توقعات لري، افغان دولت دا هیله ترې لري چې باید بایډن د افغان سولې په برخه کې د افغان دولت پلوي وکړي او په دې توګه سره به طالبان له خپلو غوښتنو تېر او افغان دولت سره به یو ځای شي، افغان دولت هڅه کوي تر څو پر طالبانو اساسي قانون او شته نظام او آن اوسنی حکومت قبول کړي، ځکه افغان دولت وېره لري چې که چېرې طالبان په خپل قوت کې راشي نو شته اساسي قانون، نظام او نور سیاسي او ټولنیز ارزښتونه به وران کړي، تردې چې ممکن په ځینو ډلو او سیاسي حزبونو به بندیزونه ولګوي او هغه خلک چې پرون د طالب سره جنګیدلي دي، کیدای شي د طالبانو له داسې شتون سره جوړ را نه شي چې دا به بیا د یو بل خونړي جنګ پیل وي؛ بلخوا طالبان د دې وطن اصلي وارثین ځانونه بولي، دوی وایي، امریکا د دوی یو منظم دولت ړنګ کړی، نو په دې توګه پر دوی فرض ده چې خپل اسلامي نظام را وګرځوي او که چېرې څوک یې مخې ته ودریږي نو جنګ به ور سره وکړي، طالبان د اشرف غني په خوله سوله کولو ته حاضر نه دي، دوی داسې انګیري چې غني یو دروغجن انسان دی او هغه نه غواړي چې د سولې روانې خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي.

جوبایډن چې د ټرمپ په نسبت په چارو کې دقیق دی، ممکن په ځینو تاکتیکي مواردو کې د سولې په مورد پر طالبانو فشار راوړي، خو نوموړی به هیڅکله د دوحې تړون منحل نه کړي، ځکه تازه همدا اوس له امریکا نه راپورونه ورکړل شول چې د امریکا نوې اداره به د دوحې تړون ته په پام سره وګوري تر څو دوی پوه شي چې د ترمپ ادارې په وخت کې په دې تړون کې څه وضع شوي دي، خو ډاکټر زلمی خلیلزاد به په خپله چوکۍ پاتې وي، تر څو خپل پاتې ماموریت ته دوام ورکړي؛ داسې معلومیږي چې بایډن به د افغان سولې په برخه کې له خپل دریځه کوم ستراتیژیک تغیر را نه ولي، په همدې پخوانۍ برنامه به مخته لاړ شي چې دا به افغان حکومت ته د منلو وړ نه وي، ځکه د راتلونکې کال مې میاشتې نیمایي پورې به ټول امریکایي سرتیری د دوحې تړون پر بنسټ له افغانستانه ووزي، چې دا به افغان حکومت ته د طالبانو سره مقابله کول مشکل کړي، نو دلته باید افغان دولت د سولې په مذاکراتو کې یو څه بیړه وکړي تر څو د طالبانو سره یو سیاسي تړون لاسلیک کړي او پر اساس یې یو اوربند او تلپاتې سوله قایمه شي.

زلمي خلیلزاد په وار وار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې اوسنۍ موقع د افغانانو لپاره یو طلایي چانس دی، که چېرې څوک یې په اړه غفلت وکړي نو سخت به پیښمان شي، بل طرف دا چې افغان حکومت په دې برخه کې یو څه بې پروا هم دی او لا د نورو فرستونو په لټه کې دی، نو معلومه خبره ده چې زیان به کوي، ځکه کیدای شي یو داسې وخت راشي چې بیا به اوبه له ورخه تېرې وي او طالبان به هم بیا له جنګه بغیر بله لاره ونه ویني.

طالبان امارت غواړي او افغان حکومت جمهوریت، اوس دا ضرورت دی چې یوه دریمه لاره پیدا شي تر څو د افغانستان جګړه ختمه کړي، طالبان چې د اسلامي نظام خبره کوي افغان حکومت ترې وېره لري او داسې ګڼي چې دا یو ډول طالباني نظام دی چې د دوی په وینا هر څه به پکې خاورې اېرې شي، دوی فکر کوي چې د طالبانو واک د د افغانستان د سرسخته جنګي افغانانو یا کندهاریانو او هلمندیانو په لاس کې دی کوم چې هیڅکله ماتې نه مني او نه به هم له خپل حساب او کتاب څخه لاس په سر شي، نو که چېرته طالبان د خپل پوځي قوت سره کابل ته را ننوزي نو مخه نیول به یې ناممکن شي او هر څه چې غواړي تر سره به یې کړي.

امریکا چې ځان په نړۍ کې د دیموکراسۍ مدعي بولي، په اوس وخت کې په افغانستان کې د دیموکراسۍ سیسټم څخه ښه خاطره نه لري، ځکه دوی چې هر څومره د دیموکراسۍ د نظام لپاره خپل عسکر او شتمني وبایلله، کوم خاص ځای یې ونه نیو نو ځکه اوس د داسې یوه ناقص نظام لپاره چې د هغه په وجود کې ټول افغانان د غم په ټغر ناست دي او هره ورځ په لسګونو خلک مړه او ټپیان کیږي، د ننګې او پلوۍ کېسه نه کوي، نو بنا پردې دوی ښه بولي چې افغانان په خپل مابین کې په یوه سیاسي نظام سره را ټول شي او دغه بد صورت حال ختم کړي، د دې لپاره ضرور ده چې وخت چټي ضایع نه شي، افغان دولت په یوه خوله او یوه زړه د سولې مذاکراتو ته مثبت ځواب ووايي او نور هغه څه ته مستقیما ورشي چې تر ټولو اخر ته یې سر ته رسوي، افغان دولت باید د امریکایانو په تمه نه کیني، ځکه ممکن امریکا د دوی په فرمایش څه ونکړي، ولې امریکا یو ځانته هېواد دی، هغه هیڅکله نور په داسې جګړه کې ځان نه ښکیل کوي چې پایله او ګټه یې معلومه نه وي.

نورمدین بلخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

دافغانستان دحکومت پرپښودریدل اوس دیوی مړی ګیدړی مثال لری ټرمپ اوناټودپوره قدرت سره ونه توانیدل چه دغنی حکومت پرپښوودروی بایډن به دسره نوی ملګری راپیداکوی اوددنیاپه حضورکی دامریکاتړون به له افغانانوسره ماتوی داامکان نلری که بیخی احمق نوی خپله غنی ته هم معلومه ده له بینګوپیسی اوزرلبنان اوکویټ ته په پوره توان ځغلوی ملک لغړوی شمالی ټلواله اونورباقدرته افغانان بایددغنی مخنیوۍ وکی دافغانستان له بینکرفټیدواشرفغنی اوډله یی منع کړی لکه چه دوستم نجیب ګوله تیښتی راوګرزاوۍاودتاریخ کندی ته یی وسپارۍ اشرفغنی ترنجیب ګوډیرلوی جنایت کاره دۍ.عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx