شعـــــرونه

دا ښکلا په تا تمامه د ښایست دنګه مناره/ مهاجر

هلال مهاجر

دا ښکلا په تا تمامه د ښایست دنګه مناره
صدقه دې له جمال شم د احد، بدر سالاره

ستا ښکلا او ستا جمال ته هک حیران واړه خوبان دي
روح بښوونکي شغلې خيږي دې حبیبه له رخساره

د دنیا ښکلي لوګي شه صدقه شه درنه واړه
ته د حسن یو مثال یې د رنځورو زړو قراره

مینه مینه یې الفت یې ای د کل عالم رحمته
چې مې تاسره ژوندون وای څومره ښه به وه نګاره

لږ نظر د وصل وکړه زه د ستا یو خوار مئین یم
بېلتانه دې لولپه کړمه سوزیږم بې انګاره

لکه میم درپسې خم شوم یم هجران دې کړولی
لکه واو لږ مې راټول کړه د وصال په غږ دلداره

لږ مې ځان ته درنېږدي کړه “هلال” ډېر یم کړیدلی
په عجم کې یمه ستړی له زوی مړي انتظاره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abobaker

د شعر مترادفه الفاظو کي نيمګړتيا شته

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x