شعـــــرونه

له ډیره غمه به مې مات شې یاره زړه  درپسې/ بدري

اسد بدري

له ډیره غمه به مې مات شې یاره زړه درپسې
اوښکې راماتې شې له سترګو له باڼه درپسې

له ډېره درده په سلګو شمه او وژاړمه
ښه زورولی یمه ستړي بېلتانه درپسې

له څنګ مې بېل شوې دومره لرې زندګي جوړوې
زما خراب شولو احوال د ژوندانه درپسې

ستا د فراق اثر پرې دومره ډیر تاثیرکړی دی
مړاوې را ړنګ شولو باڼه کاږه واږه درپسې

تابه له تورو تورو څڼو سور دسمال تاواوه
ما به په ډېره مینه وکتل خواږه درپسې

اسدبدري د طالب مینې داسې وسیزلم
اسدبدري د میني اور کړمه ایره درپسې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسدبدري

زړه مې ډیـــر دې تا له. زړه سره لګیږي
زړه مې بس له. هرښایسته سره لګیږي

فکرخیال دواړه دیـــار طرف ته لاړشې
کـــــله کــــــله مې. راغه سره لــــګیږي

ګوږ پټکی له ډیره خــیاله پرتندي وړم
طالبــــي غــــرور مې. غره سره لګیږي

په دې عصر کې اتل اوبــاتور څوک دی
خو دانــــوم له. پښتــــانه سره لګیږي

داچې.رب. پرتاښایستې سترګي پیرزوکړې
هر غــــــزل دې له. باڼـــــه سره لګیږي

دې تانوم چې په پستوشونډو ورو وایم
دغه دواړه ډیــــر . خــواږه سره لګیږي

د(اسدبدري) له غاړې کلک لاس تاو کړه
زما اوستـــــا یــــارانه. ښه سره لګیږي

اســـــدبدري

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x