نړۍ

اسرائيلو په متحده عربي اماراتو کې خپل سفارت پرانيست

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د متحده عربي اماراتو او اسرائيلو ترمنځ د اړيکو رغولو تړون له اعلان څلور مياشتې وروسته اسرائيلو په ابو ظبۍ کې په رسمي ډول خپل سفارت پرانيست.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، اسرائيلي ډيپلوماټان د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابو ظبۍ ته رسېدلي او د خپل سفارت چارې يې په رسمي ډول پيل کړي دي.

د اسرائيلو د بهرنۍ ډيپلوماسۍ مشر ګابي اشکنزي ويلي، د تل ابيب او ابو ظبۍ ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو له امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول اړيکې فعالې او غښتلې شي.

په دې وروستيو مياشتو کې متحده عربي اماراتو، بحرين، سوډان او مراکش د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو د رغولو تړونونه کړي دي.

د اسرائيلو حکومت تېره يکشنبه له مراکش سره د اړيکو جوړولو هوکړه تاييد کړه.

د اسرائيلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړيکو رغولو تړون پر مهال د دواړو هېوادونو چارواکو ويلي و، چې عربي امارات او اسرائيل به د کرهنې، خوراک، سياحت او ټينکالوجي سربېره په ګڼو برخو کې يو بل سره همکاري کوي.

د تېرې يکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو حکومت په ابو ظبۍ کې د اسرائيلي سفارت د پرانيستو اجازه وکړه.

له متحده عربي اماراتو وروسته بحرين، سوډان او مراکش هم له اسرائيلو سره د اړيکو رغولو تړونونه لاسليک کړل.

تر دې وړاندې اردُن په ۱۹۷۹ او مصر په ۱۹۹۴ ميلادي کلونو کې له اسرائيلو سره د اړيکو رغولو تړونونه کړي وو.

د اسرائيلو او ګڼو عربي دولتونو ترمنځ پټې اړيکې له تېرې اوږدې مودې راهيسې روانې وې او بالاخره د امريکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ په وروستيو کې د امريکا په منځګړيتوب له څلورو عربي دولتونو سره د اسرائيلو اړيکې په رسمي ډول پيل شوې.

ډونلډ ټرمپ ويلي و، د سعودي په شمول پنځه نور عربي دولتونه هم له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو ته تيار دي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو او نورو چارواکو له عربي دولتونو سره د اړيکو رغول لویه لاسته راوړنه بللې ده.

نتنياهو ويلي، د دغو تړونونو له امله په سيمه کې د اسرائيلو محاصره ختمه شوه او تر دې وروسته اسرائيل کولی شي، چې د فضا او ځمکې له لارې له ټولې نړۍ سره خپلې سوداګريزې او ډيپلوماټيکې اړيکې په لږ لګښت پر مخ بوځي، ځکه چې تر دې وړاندې به د جنوبي اسيا هېوادونو سره د اړيکو لپاره دوی پر لرې فضايي لارو سفرونه کول او اوس دا ستونزه حل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x