افغانستان

اربکیانو په هرات کې یو ملکي کس د خپلې ناروغې میرمنې په وړاندې «شهید» کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت په زاول ولسوالۍ کې محلي پولیسو(اربکیانو) یو ملکي کس د خپلې ناروغې میرمنې په وړاندې په «شهادت» رسولی دی.

دا پېښه تیره شپه د زاول ولسوالۍ اړوند «تاج» کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د عبدالکریم اخندزاده د فقیر آدم زوی خپله ناروغه میرمن په موټر سیکل کلینیک ته روانه کړې وه، چې په سیمه کې د اربکیانو(محلي پولیسو) لخوا له موټر څخه ښکته کړل شوی او د میرمنې په وړاندې یې په خورا قساوت سره «شهید» کړی دی.

د سیمې خلک وايي، د اربکیانو لخوا «شهید» کړل شوی ملکي کس بې ګناه ؤ، چې خپله ناروغه میرمن یې کلینیک ته رسوله.

د هرات ولایتي چارواکي تراوسه ددې پېښې په تړاو غبرګون ښودلی نه دی.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په ملکي خلکو ډزې کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې  وړاندې هم د دولتي عسکرو  په توپچي او هوايي بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x