افغانستان

د حمدالله محب د جګړې ګواښ؛ طالبان وایي، « د دین او وطن له ساتنې ستړي شوي نه دي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» د طالبانو په وړاندې د جګړې د پياوړې کېدو او د هغوی د له منځه وړلو ګواښونه وکړل؛ طالبانو د سولې د خبرو له دوام سره هم مهاله دا ډول څرګندونې د حکومت د «سولې ضد ارادې» څرګنده نښه بللې او حکومت ته یې توصیه کړې چې ملي مصالح په پام کې ونیسي او د سولې شته فرصت ضایع نکړي.

وړمه ورځ حمدالله محب په کابل کې يې یوې ناستې ته د خبرو په مهال ادعا وکړه، چې استخباراتي معلومات ښيي چې طالبان د سولې په ځای جګړې ته تیاری نیسي؛ نو ځکه دده له قوله، حکومت هم باید تیار اوسي او د طالبانو په وړاندې مستحکم ودرېږي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې تبصره کې حکومت تورن شوی چې له هرې ممکنه لارې د سولې خبرو د ناکامۍ هڅه کوي او اوس هم په دوحه کې د روانو خبرو د بې پایلې پای ته رسېدو لپاره کوښښ کوي.

تبصره کې وړاندې راغلي، چې د ارګ له لوري اخطارونه او جګړه ییز مانورونه د هغوی د «ماتې غمازي کوي» او هغه وخت چې د سلګونه زرو عسکرو په شتون کې ارګ طالبان مات نکړل؛ اوس بیخي ددې جوګه نه دي چې «داسلامي امارت له مجاهدینو سره پنجه نرمه کړي.»

طالبانو ددې تر څنګ حکومت ته توصیه کړې، چې له «پروپاګند او د سولې له مخالفت» لاس واخلي، ملي مصالحو ته ترجیح ورکړي او د سولې میسر فرصت ضایع نه کړي.

د حکومت له لوري طالبانو ته د جګړې ګواښونه داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې روانې دي او بین الافغاني مذاکراتي ټيمونه د جګړې د پای ته رسولو په اړه مذاکرات کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

اسلام دومره خوار شو چی اوس یی ملا عباس غوندی چړیان ساتی. دا دین د الله دی نه د څو خرشویو او د پنجاب د غلامان ملکیت.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x