دیني، سیرت او تاریخ

د ښه والي او بدوالي له حيثه له څارويو سره د انسان تشبيه کول

محمد عمر بشار

الله سبحانه وتعالى فرمايي: (وَمَا مِن دَآبَّةٖ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَا طَـٰٓئِرٖ يَطِيرُ بِجَنَاحَيۡهِ إِلَّآ أُمَمٌ أَمۡثَالُكُمۚ مَّا فَرَّطۡنَا فِي ٱلۡكِتَٰبِ مِن شَيۡءٖۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهِمۡ يُحۡشَرُونَ) ۳۸/الانعام

او نشته په ځمكه كې هېڅ یو خوځنده او نه هيڅ مارغه چې په خپلو دواړو وزرونو الوزي مګر (دوى) ستاسو په شان امتونه دي، مونږ په كتاب (لوحِ محفوظ) كې هېڅ شى(بې ليكلو) نه دى پریښى، بیا به دوى د خپل رب په طرف ورجمع كولى شي.

دا ښکاره خبره ده چې هر ډول څاروي د انسانانو په شان امتونه دي چې په خپلو کې سره ګډ ژوند کوي، سره یو ځای کیږي او په خپلو کوچنیانو باندې شفقت او مهرباني او ورڅخه دفاع کوي او څرنګه چې الله تعالی هغو ته الهام کړی دی په فطري ډول خپلې وظیفې او ژوند سر ته رسوي مګر هغو له انسانانو دا توپیر لري چې هغوی د مستقبل لپاره سوچ نکوي او مکلف ندي او د الله تعالی اطاعت او تسبیح د هغوی له خوا په فطري ډول سره دی، مګر د انسان طبیعتونه فطري او د پوهنې او روزنې څخه وروسته د بدلون وړ دي او هم د الله تعالی څخه اطاعت يې اختیاري دی نو عقلمند انسان کولای شي چې خپل ناوړه چلند او طبع ښه او ښکلي سلوک ته بدل کړي څو د ځناورو د بدو صفاتو په شان نه وي.

نو د انسانانو تشبیه کول په څارویو باندې یا په ښه توب کې وي او يا په بدوالي کې، د مثال په توګه:

کله چې انسان په زمري باندې تشبیه کیږي نو مطلب یې زړورتیا، قیادت او وقار دی او په فیل باندې مطلب یې قوت او غټوالی دی او په اوښ باندې نو مطلب یې صبر او حقد دی، په لیوه باندې نو مطلب یې ظلم، سرغړونه، وحشت او لوږه ده او خوګ باندې نو مطلب یې بې غیرتي، ناولیتوب او شهوت دی، او خر باندې نو مطلب یې بې وقوفي، صبر او بد آواز دی او مار باندې نو مطلب یې خیانت، مکر او چالاکي ده او په میږي باندې نو مطلب یې منظم ژوند، ډله ییز کار او ښه پلان دی چې په اوړي کې د ژمي لپاره ذخیره کوي او اته برابره خپل وزن اوچتوي او ګيدړ باندې نو مطلب یې مکر، چل او هوښیاري ده او په تمساح باندې نو مطلب یې په درواغو ژړل او ظلم دی، په مرغآبۍ باندې نو مطلب یې عاجزي، لټي او سستي ده، په کفتر باندې نو مطلب یې روغه جوړه ده او حشراتو باندې نو مطلب یې بیګټه توب او لټ توب چې ورته طفيلي ویل کیږي چې د نورو له ګټې څخه استفاده کوي، همدا راز کله یو انسان په بل انسان تشبیه کیږي، مثال یې:

د حاتم طايي میلمه پالنه او سخاوت، د قارون دارايي او بیځایه غرور، د یوسف علیه السلام ښایست او داسې نور.

سره له دې چې انسان اشرف المخلوقات دی قابلیت د دې هم لري چې ښه او یا بد صفتونه له حیواناتو څخه واخلي.

الله تعالی فرمایي:

[وَلَقَدۡ ذَرَأۡنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلۡجِنِّ وَٱلۡإِنسِۖ لَهُمۡ قُلُوبٞ لَّا يَفۡقَهُونَ بِهَا وَلَهُمۡ أَعۡيُنٞ لَّا يُبۡصِرُونَ بِهَا وَلَهُمۡ ءَاذَانٞ لَّا يَسۡمَعُونَ بِهَآۚ أُوْلَـٰٓئِكَ كَٱلۡأَنۡعَٰمِ بَلۡ هُمۡ أَضَلُّۚ أُوْلَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡغَٰفِلُونَ]۱۷۹/ الاعراف.

او یقینًا مونږ د جهنم لپاره ډېر زیات داسې پېریان او انسانان پیدا كړي دي چې د هغوى زړونه شته؛ خو په هغو سره هغوى نه پوهېږي او د هغوى سترګې شته؛ خو لیدل پرې نه كوي او د هغوى غوږونه شته؛ خو اورېدل پرې نه كوي، دغه خلق د څارویو په شان دي، بلكې دوى (له دغو نه هم) زیات ګمراه دي، همدغه خلق غافله دي.

یعنې داسې انسانان چې د خپل عقل او حواسو څخه د الله تعالی باندې ایمان او ښه عملونو په سر ته رسولو کې ګټه نه اخلي د څارویو په شان چې عقل نلري او یا له هغو څخه هم ګمراه دي، ځکه څاروي د څه شي لپاره چې پیدا شوي دي هغه کوي.

او:
[وَلَوۡ شِئۡنَا لَرَفَعۡنَٰهُ بِهَا وَلَٰكِنَّهُۥٓ أَخۡلَدَ إِلَى ٱلۡأَرۡضِ وَٱتَّبَعَ هَوَىٰهُۚ فَمَثَلُهُۥ كَمَثَلِ ٱلۡكَلۡبِ إِن تَحۡمِلۡ عَلَيۡهِ يَلۡهَثۡ أَوۡ تَتۡرُكۡهُ يَلۡهَثۚ ذَّـٰلِكَ مَثَلُ ٱلۡقَوۡمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِنَاۚ فَٱقۡصُصِ ٱلۡقَصَصَ لَعَلَّهُمۡ يَتَفَكَّرُونَ]۱۷۶/الاعراف.

او كه چېرې مونږ غوښتلى؛ نو خامخا به مو هغه په دغو (ایتونو) سره پورته كړى و او لېكن هغه ځمكې ته پوخ مايله شو (هغه ځمكې ته مینه وكړه) او د خپل خواهش پیروي يې شروع كړه، نو د هغه مثال د سپي په شان دى، كه ته په هغه حمله وكړې، (نو هغه) ژبه راوباسي او تیګه وهي او كه ته يې پرېږدې (بیا هم) ژبه راوباسي او تیګه وهي، دا د هغو خلقو مثال دى چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو ته (دا) قصې بیان كړه، د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي.

یعنې داسې انسان چې آخرت يې هېر کړ هغه بلنه وشي او یا ونه شي په خپل کفر باندې پاتې کیږي د سپي په شان چې هغه وشړي او که پر خپل حال پريږدي خپله ژبه وباسي، ( تغیر نه کوي).

او:
[مَثَلُ ٱلَّذِينَ حُمِّلُواْ ٱلتَّوۡرَيةَ ثُمَّ لَمۡ يَحۡمِلُوهَا كَمَثَلِ ٱلۡحِمَارِ يَحۡمِلُ أَسۡفَارَۢاۚ بِئۡسَ مَثَلُ ٱلۡقَوۡمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِۚ وَٱللَّهُ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ] ۵/الجمعة.

د هغو كسانو حال چې په هغوى باندې تورات وربار كړى شوى و (په تورات مكلف كړى شوي وو)، بیا دوى هغه پورته نه كړ؛ د هغه خره د حال په شان دى چې كتابونه يې په شا كړي وي، د هغو كسانو بد مثال (حال) دى چې د الله د ایتونو تكذیب كوي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي.

نعنی څرنګه چې خر له بار شوي کتابونو څخه ګټه نه اخلي همداسې یهود د تورات څخه ګټه وانه اخیستل.

او:
[کأَنَّهُمۡ حُمُرٞ مُّسۡتَنفِرَةٞ فَرَّتۡ مِن قَسۡوَرَةِۭ.]۵۱/ المدثر

ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي خرۀ دي، چې له زمري نه تښتي.

یعنې څرنګه چې وحشي خرۀ د زمري څخه تیښته کوي همداسې مشرکین د قرآن شریف له اوریدو څخه تښتي.

او:

مَثَلُ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَوۡلِيَآءَ كَمَثَلِ ٱلۡعَنكَبُوتِ ٱتَّخَذَتۡ بَيۡتٗاۖ وَإِنَّ أَوۡهَنَ ٱلۡبُيُوتِ لَبَيۡتُ ٱلۡعَنكَبُوتِۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ] ۴۱/ العنکبوت

د هغو كسانو حال چې له الله نه غیر يې دوستان (او كارسازي) نیولي دي د غڼې (جولاګي) د حال په شان دي، چې یو كور جوړ كړي او بېشكه په كورونو كې تر ټولو كمزورى كور خامخا د جولاګي كور دى كه چېرې دوى پوهېدلى (نو د غیر الله عبادت به يې نه كاوه).

او په حدیث شریف کې راغلي دي:

“أنَّ رسولَ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم قال والَّذي نفسي بيدِه إنَّه لَمكتوبٌ عندَ اللهِ في السَّماءِ السَّابعةِ حمزةُ أسَدُ اللهِ وأسَدُ رسولِه.

رواه الهيثمي، في مجمع الزوائد

رسول الله صلى الله عليه وسلم وویل: قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی چې (حمزه بن عبدالمطلب) د الله تعالی په نزد په اووم آسمان کې لیکل شوی دی: حمزه د الله زمری او د الله د استازي زمری.

بل دا چې حضرت ابوهريره رضی الله عنه د يمن د دوس قبيلي، نوم یې عبدشمس بن صخر وو؛ رسول الله صلي الله عليه وسلم د هغه دغه نوم عبدالرحمن باندې بدل كړ او په ابوهريره سره يې ځكه شهرت درلود، چې هغه پيشو ساتلې وه او ډېره مينه يي ورسره كوله؛ نو ځكه خلكو ورته ابوهريره (د پيشو پلار) ويل.

بل حدیث کې راغلي دي:
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: «أمرني رسولُ الله صلى الله عليه وسلم بثلاثٍ ونهاني عن ثلاث؛ أمرني بركعتي الضُّحى كلَّ يوم، والوتر قبل النَّوم، وصيام ثلاثةِ أيَّام من كلِّ شهر، ونهاني عن نَقرة كنقرَةِ الدِّيك، وإقعاءٍ كإقعاءِ الكَلب، والْتِفاتٍ كالْتِفاتِ الثعلب».

رواه أحمد في «المسند» (13/468)، وحسَّنه الألباني في «صفة الصَّلاة» (ص 132).

ابو هریره څخه روایت دی چې ویلي یې دي: د الله استازی صلی الله علیه وسلم ما ته په درې شیانو امر کړی دی او له درې شیانو څخه یې منع کړی یم، ما ته یې هره ورځ د دوو رکعتونو د ضحی لمونځ اداء کولو او مخکې له خوبه د وتر د لمونځ اداء کولو او د هرې میاشتې درې ورځو روژه کیدلو (د هجری میاشت ۱۳، ۱۴ او ۱۵) امر کړی دی او د چرګې په شان له ټونګه وهلو( ژر ژر سجده کولو) او د سپي په شان پر ځمکه له پریوتلو( په سجده کې د څنګلو کیښودل پر ځمکه – د اوو څخه اضافه اعضاوو کیښودل پر ځمکه)

او په لمانځه کې د ګیدړې په شان اخوا ديخوا کتلو څخه يې منع کړی یم.

د یادونې وړ ده چې مسلمان اجازه نه لري چې بې موجبه بل انسان باندې د څارویو نومونه او یا نور بد لقبونه کيږدي، ځګه چې له کبیره و ګناهونو شمیرل کیږي.

الله تعالی فرمایلی دی:
[يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا يَسۡخَرۡ قَوۡمٞ مِّن قَوۡمٍ عَسَىٰٓ أَن يَكُونُواْ خَيۡرٗا مِّنۡهُمۡ وَلَا نِسَآءٞ مِّن نِّسَآءٍ عَسَىٰٓ أَن يَكُنَّ خَيۡرٗا مِّنۡهُنَّۖ وَلَا تَلۡمِزُوٓاْ أَنفُسَكُمۡ وَلَا تَنَابَزُواْ بِٱلۡأَلۡقَٰبِۖ بِئۡسَ ٱلِٱسۡمُ ٱلۡفُسُوقُ بَعۡدَ ٱلۡإِيمَٰنِۚ وَمَن لَّمۡ يَتُبۡ فَأُوْلَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ. يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱجۡتَنِبُواْ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلظَّنِّ إِنَّ بَعۡضَ ٱلظَّنِّ إِثۡمٞۖ وَلَا تَجَسَّسُواْ وَلَا يَغۡتَب بَّعۡضُكُم بَعۡضًاۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمۡ أَن يَأۡكُلَ لَحۡمَ أَخِيهِ مَيۡتٗا فَكَرِهۡتُمُوهُۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ تَوَّابٞ رَّحِيمٞ. يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقۡنَٰكُم مِّن ذَكَرٖ وَأُنثَىٰ وَجَعَلۡنَٰكُمۡ شُعُوبٗا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓاْۚ إِنَّ أَكۡرَمَكُمۡ عِندَ ٱللَّهِ أَتۡقَىٰكُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٞ.] ۱۱-۱۳ / الحجرات.

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى له ده نه ډېر غوره وي او نه (دې) ښځې په نورو ښځو پورې (مسخرې كوي)، كېدى شي چې هغوى له دوى نه ډېرې غوره وي او تاسو د خپلو ځانونو عیب جويي مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو (او نومونو) سره مه بلئ، له ایمان راوړو نه بعد د فسق نامه بده ده او چا چې توبه ونه وېستله، نو همدغه كسان ظالمان دي.

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له ډېرو (بدو) ګمانونو نه ځان وساتئ، بېشكه ځینې ګمانونه ګناه ده او پټ عیبونه مه لټوئ او ستاسو ځینې دې د ځینو نورو غیبت نه كوي، ایا په تاسو كې یو كس دا خوښوي چې د خپل ورور غوښه وخوري، په دې حال كې چې هغه مړى وي، نو تاسو دغه (خوراك) بدګڼئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى.

اى خلقو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نزد په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دي، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى.

اللَّهُمَّ أَرِنَا الحَقَّ حقَّاً وَارْزُقْنَا اتِّبَاعَهُ. وَأَرِنَا البَاطِلَ بَاطِلاً وَارْزُقْنَا اجْتِنَابَهُ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x