نړۍ

اردوګان: په غزه څه حال دی، چېرې دي هغه د بشري حقونو ټېکه داران؟!

نن ټکی اسيا: د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان وايي، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې يې د اسراييلي ظلمونو او بمباريو په اړه د نړۍ يو شمېر چارواکو سره اړيکې نيولي، چې پر غزه د اسراييلي بمباريو مخه ونيول شي.

ښاغلي اردوګان پرون د جمعې په ورځ اسطنبول ښار کې د روژه ماتي يوې غونډې ته د خبرو پر مهال دا څرګندونې وکړې.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسراييلي بمباريو او ظلمونو په اړه پر اسراييلو او نړيوالې ټولنې هم کلکې نيوکې وکړې.

اردوګان وايي، چې اسراييل پر غزه د خپلو تروريستي بريدونو په ترڅ کې څلور سوه ټنه بمونه پر غزه وروي او تر اوسه يې له سلو زيات فلسطينيان شهيدان کړي، مګر د هيچا زړه پرې درد نه کوي، نو چېرې دي هغه د بشري او انساني حقونو ټيکه داران؟

اردوګان وايي، چې د کومو هېوادو مشرانو سره يې د غزې په اړه خبرې کړی، هغوی ورته وايي، چې د دوی په وس خو هېڅ نه دي پوره او دوی په دې اړه څه کولای شي، مګر د ترکيې سره مياشت او د بېړنيو مرستو رياست خپلې بشري مرستې غزې ته رسوي او د فلسطيني مسلمانانو لاس نيوی کوي او دوی دومره هم نشي کولای؟

اردوګان زياته کړه، چې اسراييل د ۲۰۱۲ م کال په څېر غزه کې د فلسطينيانو کورونه ځمکې سره هواروي او چې موږ ترې د بمباريو د بندولو غوښتنه وکړه، نو ويل يې چې حماس پر اسراييلو توغنديز بريدونه کوي او دا خبره سراسر درواغ ده.

اردوګان ګواښ وکړ، که اسراييل پر فلسطيني خاوره خپل بريدونه ونه دروي، دوی به اسراييلو سره هر ډول اړيکې پرې کړي او ټول عمر به ورسره هيڅ ډول سفارتي او سياسي اړيکې ونه ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
vesal

we want form Allah the second Sallahudeen Ayobi in Arabian ground specially in Palestine just like Heltlar in Germany on that time Sallahudeen Ayoubi removed and dead all yahoodian (Israeli) and non Muslim peoples from Arabian ground specially Palestine and also Heltlar removed Yahoodian peoples form their country and their neighbor countries in the end I and all Muslims says dead be Israeli in the Arabian world and dead be American British and other non Muslims countries the in world and we want help form Allah for Arabian countries to start fighting against Israeli And the end today comment is… نور لوستل »

سیف اللہ منصور

ځما په فکر ددنیا ټولو مسلمانانو ته پکاردي
چه مجاهدینو سره اودریګي’
ځکه چه همدا مجاهدین دی چه له یهودیانو څخه
خپل غچ اخیستی سي

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x