
د هرات ـ کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د هرات ـ کندهار پر لویه لار د ټیلر او مسافر وړونکي بس موټر ترمنځ د ټکر له امله ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
دا پېښه تیره شپه ۱۲ بجې د ګذرې ولسوالۍ په «میرداؤد» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې له هرات څخه د کابل په لور تلونکی ۳۰۳ بس موټر له بل ټیلر سره مخامخ وجنګېده.
د هرات امبولانس مسئول ابراهیم محمدي وايي، په دغه پېښه کې د ۳۰۳ بس موټر چلوونکی وژل شوی او ۳۲ تنه مسافر ټپیان دي، چې په ټپیانو کې ۴ میرمنې او ۳ ماشومان هم شامل دي.
نوموړی زیاتوي، له مسافر وړونکي بس موټر څخه د مسافرو او ټپیانو له را ویستلو وروسته بس اور اخیستی دی، د هغه په خبره که مرسته کوونکی ټیم پروخت نه ؤ رسېدلی ښايي ټول ټپیان په اور کې سوځېدلي وو.
د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمدرفیق شیروزی هم مني چې له دې پېښې ټپیان ور انتقال شوي او داچې د زیاتره ټپیانو وضعیت د ډاډ وړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د بلخ ـ جوزجان پر لویه لار هم د ترافیکي پېښې له کبله ۱ تن مړ شوی ؤ او ۲۵ تنه نور ټپیان وو.
د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو د کیفیت خرابوالی هغه لاملونه دي چې د هېواد په لر وبر کې د ترافیکي پېښې لامل کیږي او هر کال زرګونو هېوادوالو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.