شعـــــرونه

څه وکړم نغمې راشي په غېږه کې مې زړه نیسي/ کاروان

پيرمحمد کاروان

څه وکړم نغمې راشي په غېږه کې مې زړه نیسي
دا خوږه ګناه کومه خدای مې دې پې نه نیسي

داسې امیر نه لرو چې امن امن راولي
وږو ته خرما ویشي او تږو ته اوبه نیسي

هو منم چې اخلي له پښو یبلو د زخمونو باج
زړه نه زړه ته لارې به ازغن سیمونه څه نیسي

وایي راته یه سړیه مه وایه د ژوند سرود
دا سړی در ونیسئ مرۍ ته مې چاړه نیسي

شک پر محافظ دادی چې دی به هم وي مل د غل
دی دې ډنډورې وهي چې غله نیسي او غله نیسي

خاورې د کولال د لاس په مات کودړي واوښتې
زېری مې درباندې اوس به ګل په دیواله نیسي

دې ترخو شېبو که بُورې میندې ژړولې دي
داسې وخت به راشي چې ماشوم ته به خواږه نیسي

ځان په دعا واړوه کاروانه د یتیم وطن
عرش ته به دې پورته کړي چې لپه کې دې ونیسي

۷ دلو ۱۳۹۹ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x